
بسم الله الرحمن الرحيم
د ١٣٨٩ کال د زمرې ٢٨ کابل – افغانستان
-----------------------------------------------------------------------------------------------------
د ګران هيواد ازاد او خپلواک افغانستان سپځلو او متدينوولسونو، دينۍ علماو، سياسيونو، فرهنګپالو ، د سياسی او ټولنيزوچارو قدرمنو فعالينو ته دافغانستان د خپلواکې د يونوييمي کاليزې په وياړ د زړه له کومی مبارکې او نيکې هيلې وړاندې کوو٠
دغه تاريخی ورځ د غازې شاه امان الله خان په مټ او زمونږ په اسلامی او افغانی غرور سمبال ولس په واک او ځواک د الله په نصرت سره د افغانستان دتاريخ يووه وياړلی پاڼه زرينۀ کړه٠
غازې شاه امان الله خان د افغانستان د ټولو وګړو په سرښندنې او مېړاني سره بريتانيې استعمارته ماته ورکړه. په داسي حال کي چي، زيات شمير هيوادونه لا د بريتانيې تر استعمار لاندي ول خو افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه اونوم يې د خپلواکو هيوادونو په کتار کي راغی. ددغی خپلواکې ساتل او ددغی ورځی لمانځل د هر افغان فرض ګڼو، ددغي لارې شهيدانو او غازيانو ته ددعا لاسونه پورته کو٠
د يو خپلواک سوکاله، سر لوړې او اباد افغانستان په ارمان په هيواد، ولس او افغانستان مين هر افغان
د ازاد افغانستان د ملی تفاهم د تحقق ټولنه