
بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ،د افغانستان دوتلی سياسي مبارز او شخصيت ارواښاد غلام محی الدين زرملوال مړينه ، د افغانستان لپاره يوه نه جبرانيدونکي ضايعه بولې او ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ده کورنۍ او دوستانو ته د الله (ج ) له درباره د جميل صبر غوښتنه کوي .
انالله و انا اليه راجعون
غلام محی الدين زرملوال په ۱۲۹۸ هـ. ل. کال کې د پکتيا ولايت د زرمل ولسوالۍ د محال د کلالګو په کلي کې زېږېدلی. نومووړی ، د ويښ زلميانو د غورځنګ له بنسټ اېښودونکو څخه دی او د ژوند زيات کلونه يې د افغانستان لپاره په خدمت او چوپړ کې تير کړي دي . ارواښاد زرملوال له ۱۹۹۱ م کال راهيسې د کاناډا په اټاوا ښار کې د خپلې کورنۍ سره يوځای اوسيده .د نوموړي جنازه افغانستان ته وړل کيږي .
روح دې ښاد وي
په درنښت
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې
د مشرتابه جرګه