
له امريکا سره نابانديتوب يې د ځينو په اشاره د هېواد په ګټه نه دی
تهران، اسلام اباد ومسکو د ځانونو په ګټه د نوموړي له احساساتو ګټه پورته کوي. تهران واسلام اباد دواړو د امريکا له پامه تور او د مسکو له پامه به يې هم تور کړي. تېر ته په کتو زموږ دواړو ګاونډيانو نه غوښتل چې له امريکا او نورې نړۍ سره ښه اړيکي ولرو. د امريکا له راشکولو او د مسکو له لېرې ساتلو يې هڅې روانې دي.
روحانيت بايد د چا په لسمون د هېواد د انزوا او د ملي ګټو پر ضد ونه کارول شي. بس دی چې يوځل د شور بازار له سوړې د وخت مسلمان وغازي پاچا چيچل شوی وو، خو چې دا ځل ترې اوس اقتصاد پوه ښاغلی غني د هغه په څېر ونه چيچل شي
ښاغلی پخوانی خانزاده ولسمشره،
ستا به هم ښه پر ياد وي چې زموږ د مندېزيو شينوارو د هسکې مينې د کڅو په سيمه کې چې د سپين غره په هسکو لمنو کې پرته ده پر يو واده بمبارې وشوه چې له سلو زياتواړه وغټ، نارينه وښځې وبوډاګان يې شهيدان کړل. بيا تاسې د خپل وخت د سترې محکمې له مشر ارواښاد فضل هادي شينواري سره په ښکاره د خواخوږۍ، خو د پردې تر شا موخه دې د ټاکنو لپاره کمپاين وو چې ولس درته رايه درکړي.
د واده له کورنۍ سره چې ټول غړي يې له لاسه ورکړل مو کابل ته وغوښت، خو بيا ترې خپله تاسې او هم د شينوارو مولوي ځان آخوا دېخوا کولو. ليدو مو بيا تر دې حده راوست چې له عمرې مو توبه ګار او له کور ورکړې مو زړه توری کړ.
دا چې اوس زموږ د لرو شينوارو د اچين ولسوالۍ خلک په يو ولسي لاريون کې د کوم وحشي او بېرحمه ځانمرګي له لاسه په لسګونو شهيدان او په سلګونو زخميان شول، زه خو د داسې بېرحمه وحشيانو او درنده وو لپاره هېڅ د غندلو توري نه لرم. تاسې اوس بيا له امريکا سره د تړون خبره راپورته کړه.
سمه ده چې تاسې په مصلحتونو کې ښه تکړه او پوه ياست، خو ګاونډيو او نړۍ ته بيا قناعت ورکولای نه شئ او دا هغه څه دي چې تاسې پخپلو شلو سفرونو کې خپل ختيځ ګاونډي په دې قانع نه کړ چې د هغه وخت طالبي مشر ملا محمد عمر او د حقاني زوی سراج الحق له تاسې سره د خبرو مېز راولي او سره مو کښېنوي. حال دا چې همدا د حقاني زوی يې بيا څو ځله له آغلې هيلري کلينټن او نورو سره هر چېرې خبرو ته کېنولی. بالفرض که دا تړون لغوه شي، نو تاسې څومره ډاډمن ياست چې دا ګاونډيان به له تاسې سره طالبان وحقاني شبکه خبرو ته تياره کړي؟ ايا د ملا عبدالغني برادر له نيولو او لا تراوسه ساتلو زده کړه نه کوې؟ د حقايقو له رويه تاسې او روحاني مشر دواړه احساساتي مخينه لرئ. احساسات ګټه نه کوي.
که لږ وړاندې ستا د وخت مخينې ته ورتېر شو، نو تا خپله څه ګلان کرلي دي؟ د خپلو تړونونو په تړاو چې ستا لوړپوړو چارواکيو قانوني و ډاکټر عبدالله کړي ول، هغه خو هم د ولس په ګټه نه کول، نو ښه به دا وي چې تاسې له دغه ډول کړنو نه د ځان په تړاو سياسي ګټه پورته نه کړئ چې ګټه يې زموږ نژدې او لېرې ګاونډيانو ته وي او تاوان يې زموږ. د دوی کله لوريږي چې افغانستان او نړۍ دې سره نژدې شي او افغانان دې د ښې ورځې څښتنان شي او د اوبو مديريت دې پخپله وکړي.
له بده مرغه ستا په شمول زموږ جهادي وسياسي مشرانو په جهادي پير، او ترې راوروسته او هم له جهادي پيره مخکې ځينې داسې پرېکړې او حرکتونه يې کړي چې تل د هېواد په ګټه نه، بلکې د هېواد په ضرر او د نورو په ګټه دي. په کمونيستي پير کې هم موږ ګټه ونه کړه، په جهادي کې هم مو ونه کړه او ترې راوروسته هم مو ونه کړه. تاسې داسې انګېرئ چې دا ګاونډيان به دا ځل له موږ سره په ريښتينې دي؟ داسې نه ده او څه تضمين شته؟
مشوره:
که تاسې له امريکا سره خپلې ځينې ذاتي وشخصي ستونزې لرئ، نو ښه به دا وي چې هغه د پټو او شخصي لارو او چينلونو سره حل وفصل کړې، خو رسنيز او سياسي کوئ يې مه چې دا زموږ په ګټه نه دي.
که ملي ګټې وي، نو ښاغلی غني له تاسې سره هلته په څنګ کې نژدې دی له هغه سره يې پرې خبرې وکړه، خو دا چې تاسې يې د نورو په کورونو کې د خپل ځان په ګټه د يو نامناسب ونااخلاقي حرکت له مخې يې ترسره کوئ چې د هغه د جنوبي پښتونخوا د نامتو عالم مولانا محمد خان شيراني په خبره د ځانمرګي په تړاو يې کړې وه چې :
((پوهه دې خپله او جذبه دې د نورو له ځان سره مل کړې ده)).
د مولانا محمد خان شېراني سره مرکه
پوښتنه:
پخپله ځانمرگي په دې پوهېږي چې دوی څوک دغو بريدونو ته يې هڅوي؟
ځواب:
نه اوس هغه يو ژڼی هلک دی. مثلاً د څوارلسو کلو دی. هغه بلکل معصومه يوه جذبه لري. د حالاتو بيخې ناواقفه دی. په سياست نه، د کور په حال هم نابلده دی. دا کوم څوک چې و ده ته ذهن ورجوړ کړي هغه به په ځان خو به خبر وي، نو والله اعلم چې د هغه خدای هېر دی او که يې آخرت هېر دی؟ او دا خو ډېره معصومه جذبه لري، نو هغه غريب خو ژڼی سړی دی، جذبه يې شته، پوهه نه لري. چې دا د بل پوهه شته جذبه نه لري، د خپل کار لپاره، نو جذبه يې د ده په کار ده او پوهه يې خپله ورسره مل کړې ده.
معقوليت:
تاسې يو معامله ګر سياستوال ياست او غني يو اقتصادي مسلک پوه عالم دی. لږ تر لږه خو تاسې د شمال ټلوالې د ځينو لنډه غرو پورې سياسي پوهنتوني مسلکي زده کړې کړي دي، نو ايا ستا افغاني په تېره بيا هغه پښتني روايات واخلاق څنګه اجازه درکوي چې تاسې د يو ښه اقتصادي عالم پر وړاندې ځينې داسې حرکتونه وکړئ چې هغه د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته ترجېح ورکوي؟
هر څوک د مخالفت او د خپل نظر ويلو حق لري، خو د بغاوت او د تخريب نه. مخالفت وبغاوت او تخريب سره توپير لري.
سعد بن عبادة يوازېنی مخالف د حضرت ابوبکر صديق (رض) تعالی عنه وو. مهاجرينو او انصارو خپله رايه ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه ته ورکړه او سعد بن عبادة ته نه. هغه داسې انګېرله چې د مدينې خلک ((انصار)) به ما ته رأيه راکړي، خو هسې ونه شول. له دې امله تر پايه پخپل مخالفت کې ورسره پاتې شو او بيعت يې ورسره ونه کړ. له حضرت عمر رضی الله تعالی عنه سره يې هم ونه کړ، خو هېڅکله يې د هغوی پر خلاف يې بغاوت وکړ. نه يې نور وهڅول او نه يې د کوم تخريبي عمل ((ورانکارۍ)) هڅه وکړه.
حضرت عمر رضی الله تعالی عنه بيا د خپل خلافت په وخت کې ورته وويل ((که موږ دې نه خوښيږو، نو موږ پرېږده!)) يعنې له موږ ولاړ شه. هماغه وو چې مدينه يې پرېښووه او سوريه ته ولاړ. هلته يې هم د راشده خليفه پر خلافلاس پورې نه کړ، نه کومه بده خبره وکړهاو نه يې نور خلک د هغه پر خلاف يا بغاوت وهڅول، خو مشر ملا صاحب، حقانيان او پيروان يې د نورو پر لمسون او هڅونه تر ننه د پخواني واوسني هېوادمشرانو، د خلکو پر وژنو او د هېواد په تخريبي اعمالو کې ښکېل پاتې شول. طالبان وحقانيان بايد دغې ټکي ته پاملرنه وکړي.
ښاغلی کرزی دې د يو ښه سياستوال او مخکېني ولسشمر په توګه هم دغې ټکي ته پام وکړي. تېر ته په کتو د شهيد داود خان او د نېکسن په وخت کې زموږ ختيځ ګاونډي له امريکا سره زموږ د اړيکو مخه ونيوله او همداسې دې بل ګاونډي د رضا شاه په وخت کې.نو تاسې څنګه بيا داسې باور ترلاسه کړی چې دوی به بيا زموږ مخه له روسيې سره ډب نه کړي؟ سره له دې چې موږ له روسانو سره د دوستۍ اوږده مخينه لرو، خو اوس دوی نورو ځآن ډېر ورنژدې کړی، نو موږ به کله ورسره ځای شو؟
د اسلامي تاريخي مخينې يوه بېلګه:
The caliphate of Umar
Soon after Umar became Caliph, he met Sa’d on the road to Medina. Umar greeted him with the words, “You are a companion who is not his companion!” Sa’d replied, “Yes, I am that. This authority has come to you. By God, by being near you I am near something disliked.” Umar advised him, “Someone who dislikes his neighbour should move away from him.” Sa’d said, “I am not one to pretend to forget. I will move to the neighbourhood of those better than you.”
Soon afterwards he emigrated to Syria.[2]:480
Death
Sa’d died in Huran in early 637. He was sitting urinating in a hole when someone shot him with two arrows. One struck him in the heart, and he died immediately. When he was buried, his skin was found to be green.[2]:480-481 It was rumoured that he had been assassinated for his attitude to the Caliphs.[24]
Sa’d ibn Ubadah
Sa’d ibn Ubadah ibn Dulaym (Arabic: سعد بن عبادة بن دليم) (d. 637) was the chief of the Sa’ida clan of the Khazraj tribe in Medina in the early seventh century. He was later recognised as the chief of the whole Khazraj tribe, and then of all the Ansar. He was a prominent companion of the Islamic prophet Muhammad and he made an abortive attempt to install himself as Caliph of Islam after Muhammad’s death
دغې اسلامي تاريخي مخينې ته په کتو موږ ته نه ښايي چې د خپلو مشرانو او همسيالو سپکه وتخريب وکړو، بلکې درناوی يې وکړو.
د بېلګې په توګه که موږ يې د جيمي کارتر له وخته راواخلو تر ننه پورې که د امريکا هر يو ولسمشر لېرې شوی او پر ځای يې بل منتخب مشر راغلی، نو تېر ولسمشر د نوي په تړاو له هر ډول حرکته ان تر په رسنيو کې يې له مرکو ډډه کړې او نه د بل په چارو کې لاسوهنه کوي. ان تر دې چې په اوسنيو ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې خبره يې لا تر ننه په محکمه کې ښکته پورته کيږي، نو تاسې ولې دغه اخلاق نه مراعاتوئ؟
زما مشوره خو تاسې ته د يو خانزاده ولسمشر په توګه دا ده چې زموږ ګاونډيان هېڅکله د ځينو ملحوظاتو له امله پر تاسو باور نه کوي او هسې د خولې خواخوږي او تظاهر درسره کوي، نو تاسې بايد لږ هوښيار شئ. دومره ساده توب هم په کار نه دی، لکه تاسې چې د ځينو بړېڅو په لمسونه چې هر يو يې له جلا جلا حکومتونو او څارګرو ادارو سره نښتي دي او بيا ستاسې له احساساتو نه ناوړه ګټه پورته کوي. د يو مسلمان مشرتابه لپاره دا نه ښايي چې د بل مسلمان مشر پښې ووهي او پر وړاندې يې ستونزې راولاړې کړي. ستا ايماني واخلاقي او هم کلتوري دنده دا ده چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې چې ((وتعاونوا علی البر والتقوی - ولاتعاونو علی الاثم والعدوان)) نوره دې خوښه خپله چې تاسې څنګه خپل ځان له دغې اسلامي غوښتنې سره سموئ؟ پاکستان زموږ د جهادي مشرانو په لوبو او کارولو کې پوره کاري مخينه او تجربه لري او د هماغې پر اساس بيا هم کولای شي چې په اسانه يې يو له بل سره د مړزانو په شان په جنګ واچوي او اداره يې کړي.
سرچينې:
صالح: کرزي مونږ راټول کړو او قناعت يې راکړ چې له امريکا سره پر امنيتي تړون بيا کتنه وشي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=71067
د امريکا د ستراتيژۍ موخه افغان ټيکاو او اسيا کې امن دی
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-45517883
ولسمشر غني: له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو د شلولو هڅې روانې دي
http://www.taand.com/archives/113394
سپنتا: د ۲۰۰۳ کال تړون د اساسي قانون خلاف دی
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2011/07/110723_hh-us-afghan-agreement-2003
امنيتي تړون د چا په ګټه دی: افغانستان که امريکا
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2013/11/131116_hh-bsa_loya_jirga_us_view_vanda_felbab_brown