
لقمان غلام و ، خو بادار یې د هغه خیال ساته تل به یې هغه څه ورکول ،چې خپله یې خوړل ، تردې چې بادار یې به یې هیڅ څه بې لقمانه نه خوړل او هر هغه څه به چې لقمان نه خوړل ده به لرې غورځول : یوه ورځ چا د لقمان بادار ته خټکی راوړ هغه څېري کړ اولومړۍ ټوټه یې لقمان ته ورکړه . لقمان په ډیر خوند وخوړه ،کله چې څښتن ولیده چې لقمان یې په خوند خوري نو بله ټوټه یې ورکړه اوپسې بله .... چې اووه لسمې ټوټې ته ورسیده نو څښتن یې فکر وکړ چې خټکی ډیر خوږ دی او خوندور دی نو خپله یې هم څکه ترې وکړه که څه ګوري چې خټکی زهرو غوندې تریخ دی او دسړی حلق او خوله سوزوي ،نو یې ورته وویل چې لقمانه ! داڅه خبره ده ، چې داسې تریخ لکه زهر ، خټکی دی خوړ او حال دې نه وایه ،ولې دی په داسې قهر باندې د مهر نوم کېښود او پر تریخوالي دې صبروکړ ؟ لقمان ورته وویل ما ستا له لاسه ډیر خواږه نعمتونه خوړلي ، ډیر نازونه مې لیدلي ، زه دومره ستا دخوږو نعمتونو تر احسان لاندې یم چې د یو ځل ترخه خټکی په خوړلو مې شکایت کول مناسب ونه ګڼل . ما ته ستا له لاسه په محبت د زهرو په څير ترخه خواړه هم خواږه شات ښکاري او زه باور لرم چې له محبت او مینې څخه هر تریخ شی خوږیږي دا محبت اومینه ده چې مس په سرو زرو بدلوي . او دردونه له منځه وړي ، مینه او محبت ، لورینه او پیرزوینه د دردونو شفا ده ،محبت مړي ژوندې کوي ، محبت پاچا هم ستا بنده کوي . محبت د پوهې نښه ده ،او هر نا اهله دمحبت کولو وړتیا نه لري هر څوک چې ښه عاقبت غواړي مینه او محبت دې خپله چاره وګرځوي .