‎دا تمر صیب تاثیر لرونکی سیاست!

‎سیاست هر څوک کوي، او هر څوک سیاست کولی شي خو بریالی سیاست د بریالیو اشخاصو ‎کار دی، د بریالي سیاستمدارانو سیاست تل په ټولنه کې تاثیر لرونکی وي، موږ‎ که د پرمختللو هېوادونو حالات مطالعه کړو نو وینو چې دوه دلیله لري،لومړی د ولس بېداري او ملي ګټو ته ژمنتیا ، دوهم یې هم د بریالي سیاستمدار شتون دی.

‎د افغانستان د امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر زموږ په ټولنه کې هغه تاثیر لرونکې څېره ده چې د هېواد په ‌‌‌‌‌‌ډېرو برخو کې شتون ګټور بللی شو.‎چې د هغې له جملې څخه له افغانستان څخه د سولې په پروسه کې د نړۍ د اسلامي هېوادونو ملاتړ د یادولو وړ دی. ‎اتمر صیب سعودي عربستان ته سفر وکړ ، خو دا سفر یو عادي سفر نه وه ځکه چې اتمر صیب په یوې لویې موخې لاړ وو.

‎لومړۍ موخه د افغانستان سره د سعودي چارواکو د سولې خبرې وې ځکه چې اتمر صیب ته سوله تر هر څه اړینه وه، نو هڅه یې کوله چې لومړی باید افغانستان ته سوله راشي، سوله هغه وخت راتلی شي چې په ملي او سیمه ییزه کچه ملي اجماع را منځته شي، چې اتمر صیب د خپلو هڅو پر ترڅ کې دا کار وکړ که د اتمر صیب پر ځای بل هر څوک وای دا کار یې نه شو کولی ولې اتمر صیب په خپل هوښیارانه سیاست سره د سعودي چارواکي دیته وهڅول چې هم خپله د افغانستان د سولې په پروسه کې مستقیمه همکاري وکړي او هم د نړۍ نور اسلامي هېوادونه دېته وهڅوي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي چې پایله یې موږ
‎‌‌‌‌‌‌ډېره ژر ولیده. ‎په اندونیزیا کې علماو د افغانستان په مورد ناسته ترسره کړه او دلته یې روانه جګړه ناروا وبلله. ‎د نړۍ د درې دېرشو هېوادونو علماو ناسته ترسره کړه او د افغانستان جګړه یې ناروا وبلله. ‎دا هر څه خپله ندي شوي.
 
‎دا د اتمر صیب د هڅو پایلې دي.
‎اتمر صیب، دنړۍ ‌‌‌‌‌‌ډېرو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې ټول سفرونه یې د افغانستان د ، سولې پروسه، پوځي مرستې، تحصیلي زده کړو ته زمینه جوړونه، او داسې نور موارد وه چې موږ یې عملاً شاهدان یو. ‎اتمر صیب د سیاست دیپلوماتیکه ژبه لري چې د همدې و جهې د نړیوالو د پاره د باور وړ شخص دی ، ځکه خو یې د دندې پرمهال په مهمو نړیوالو ناستو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی.‎ اتمر صیب د داخلي پردیپالو کړیو په وړاندې لکه غر داسې ولاړ دی.‎او د همدې پرديپالو د سترګو ازغنی دی.
 
‎د نظام مخالفینو او د اتمر صیب مخالفینو تل هڅه کړې چې اتمر صیب د هېواد په ناخوالو کې ګرم کړي تل یې بېځایه تورنه پرې لږولي، خو دا چې اتمر صیب د ادب ژبه لري نو کله یې هم له دې پردیپالو سره ځان مخ نکړ، صرف ددې نظام د بقا او ددې ولس د تلپاتې یووالي په خاطر یې خپل کار ته دوام ورکړ.‎ په ټوله کې ویلی شمه چې اتمر صیب هم د نړیوالو د پاره مهم دی او هم د افغانستان د ولس د پاره، ځکه چې اکثریت ولس دا نظر لري چې اتمر د ملي یووالي حکومت د پاره حیاتي ارزښت لري، د ولسمشر غني د پاره د ملا تیر او ښی لاس بلل کېږي. ‎اتمر صیب هغه میوه لرونکې ونه ده چې بدیل یې نه شو لیدلی. ‎که اتمر صیب د ولسمشر غني تر څنګ پاتې وای د ولسمشر غني ‌‌‌‌‌‌ډېرې ناتکمیلې پروژې به سرته رسېدلی وای.