خپلواکي

ازادی په شمع ټول وی پتنګان تل
ځان پری سوځی داسرکشه افغانان تل
په دالاره تل زلمی شندی سرونه
په سره اوربه ورګډیږی سربازان تل
دازادی ليلانن بيا دی سنګارکړی
په هرګام ېي پشتانه خريداران تل
داسری وينی می کفن دتورلحددی
 
 
نه چی ګورلره روان يم په فغان تل
ډيروداؤ دشيدسپينی ځوانی ګلی
ستادننګ مورچل ته درومی شنه زمريان تل
ازادی مينان مړنه دی ژوندی دی
سرپه لاس کی دارته درومی عاشقان تل
که ټول وجودسوری سوری سی ګلی
وابه نه وړی ستا له مينی مينان تل
ډارن نه يوچی له دار ه به ډاريږو
عزموده دی داد دی خاوری بچيان تل
ديټم و توپ و ټانګ خبری مه کړه
په سره اورکی لوبيدلی ننګايا ليان تل
زموږدتوری شرنګ ېي اوس يم په مغزوکی
هرغليم دی سر خوړلی داعلان تل
په سرووينو کی رنګ خوش يم ستا په غيږکی
خدائي ته کړی دسمسور افغانستان تل
سرومال ورنذرانه کړ الکوزی
خودبه سوځی په وطن نن اتلان تل

په درنا وی منان الکوزی کوټه