
لقمان د خپل بادار ښه مریی او د هغه په کار کې ډیر مخلص و . خپل بادار ته دومره نږدې و ،چې له خپلو بچیانو یې پرده ډیر پام کاوه . دا ځکه ،چې ده دخپل بادار خدمت په ډیر اخلاص کاوه . یوه خبره ،چې دا یې له نورو بیلاوه هغه دا وه ، چې دا له پلاره مریې و او بادار یې ازاد او اصیل . بادار یې یوه ورځ ورڅخه وغوښتل له ما څخه یو څه بخشش وغواړه ده په ځواب کې ورته وویل دا ماته د ډیر شرم خبره ده ، چې زه له تاسې څخه یو څه وغواړم او تاسې له ما دغسې یوه غوښتنه کوﺉ . زه دوه سپک مریان لرم اودا دواړه پرتاسې خپل حکم چلوي بادار یې ورڅخه وپوښتل ، چې دا خو ډیره د سپکاوي خبره ده دا دوه څوک دي ؟ ده ورته په ځواب کې وویل : یو قهر اوبل شهوت . اوس ویلای شو ، چې پاچا هغه وي ، چې له پاچایې سره یې دومره مینه نه وي او له کوم زر او زور پرته دخلکو په زړونو کې ځای ولري او بډایه هغه دی ، چې زړه او سترګې یې مړې وي له سپینو او سرو زرو یې مخ اړولې وي د لقمان بادار خو په ښکاره د بادارانو چمونه کول خو په حقیقت کې داخپله دلقمان مریې و . په نړۍ کې ډیر داسې کسان شته ، چې مرغلرې ورته له خس وخشاک هم کمې ښکاري .