د افغانستان والیبال فدراسیون: يو شمېر روزونکي د روزنې لپاره بهر ته استوو

روهي (درې نۍ/۲۰مه د وږي)، د هيواد د بدني روزنې ریاست د معلوماتو په اساس، دغه ورکشاپ کې د مرکز او ولایتونو څخه ۲۳ تنو برخه لرله، چې د کورنیو او نړیوالو روزونکو لخوا یې روزنه ترلاسه کړه.
 
د هيواد د والیبال فدراسیون چارواکي دغه ډول روزنیز پروګرامونه هېواد کې د والیبال د ودې او پرمختګ لپاره مهم بولي او پر دوام یې ټینګار کوي.
 
ياد فدارسیون راتلونکي کې په پام کې لري، چې د والیبال يو شمېر روزونکي له هېواده بهر هم د روزنې لپاره واستوي.