آزادي

اسدالله زمری
د۱۲۹۸ کال د اسد د ۲۸نیټې د ګران هيواد د آزادۍ د اعلان د ورځې او
د مسعود د مرګ یعنې د رژيم د «روز شهدا»د لمانځلو د محکومولو
په مناسبت 
ته دکلونو او قرنونو ترڅ کې              د هر محکوم د زړه لمړی آرمان يې
ته يې مرام د استبدا د بندي                 د اسيرانو د هر درد درمان يې
د طبعيت نه د انسان لپاره              يوه خوږه او بې بها تحفه يې
ته د هر چــــا د پاره لويه آرزو             په ښو صفاتو لکه فرشته يې
خو چې د څوانسان نما وحشيانو            د شومو هيلو د يو کنيزه کړلې
د تا پر تخت تور اسارت دیره شو             ته یې د پلید مرام سریزه کړلې
چې تا د ځان کړي ای حسېنې ناوې                له سره تیر څه دنګ ځلمیان چې نه شول؟!
چې ستا خوږه وږمه تل وچلیږې              د جېل خوراک څه اتلان چې نه شول؟!
ستا رسیدو لپاره ډیرې سینې                     په مردکو سورۍ سورۍ شولې
چې په ارمان دې د زرګونو ځلمو               تر خاورو لاندې ښې ځوانۍ شولې
د تا لپاره دانسان آرمانه                    د نړۍ واړه محکومان هڅیږي
چې ته د ټولو د ژوندون نغمه شې                   د حاکمانو خوني لاس غوځیږي
که زما ژوند ټول اسارت کې شي تير                آرمان به نه لرم وروستۍ سلګۍ کې
که مې دغه یوه آرزو شي پوره :                     چې نفس ورکړمه زه آزادۍ کې
۸/ ۹/ ۱۳۵۶
خيرخانه کابل