د وطن د شعر په هادی دی فاصلې لنډې وي

 
د وطن په ډیرو ویرونکو او بدو حالاتو کې چې ځان تر ځانه سودا وه یعنی ۱۳۸۱ کال کې ښاغلي عبدالهادی هادی د نورو ډیرو فرهنګی هڅو تر څنګ په پردیسۍ کې د هیواد د یوه وتلی او سرکش شاعر د شعرونو دټولګې چاپ په غاړه اخیستی وه ،(زړښت دې ورک شي چې په وطن کې د مجلسونو له خوږو خاطرو نه راته په حافطه کې څه نه دې پرې ایښي )زه دده له ښکلي نامه سره له هماغه وخته اشنااوله وطن او د وطن له فرهنګ سره دده د مینې او خدمتګزارۍ میین شوم .



بیا په یوه مشاعره کې د هیواد تکړه ویاندې آغلې سهیلا حسرت نظیمی ښاغلی هادي خپل د خوښې شاعر وباله او څو شعره یی ورته ولوستل(ان تر دې چې هغه یې هم شاعره کړه«د سهیلا خور په اجازه») ، له هغی شيبی نه وروسته په فیسبوک کې له ما د هادي صاحب هیڅ یوه لیکنه بی لوستلو نه ده پاتې شوې؛ او  په مجازی دنیا کې مو ډیر ځلي سره اړیکې ونیولې او څه مې هم وپیژاند .
دی د لوړې کلتوري پوهې څښتن ، مهذب ،جرار،بی ویرې، ځیګ پښتون ،په وطن او ولس میین ،له کرکې ،جنګ او بردیسۍ بیزاره او د سپڅلي او لوړ شخصیت لرونکې راته ښکاره شو .
له نیکه مرغه زه هم د هغو خوش نصیبو په قطار کې راغلم چې هادي صاحب خپله وروستۍ چاپ شوی شعري ټولګه (اخ چې لنډې فاصلې وې) را ولیږله ، له دې بی جوړې ډالۍ نه یې مننه او لا زیاتې بریاوی یې غواړم او ورته وایم چې سل لا نور ....
»اوږدي فاصلي » مې په لنډه زماني فاصله  کې ووهلې او په ډیره تلوسه مې کتاب ولوست خو یې دبیا او بیالوستلو ته لا تږی کړم .د ځینو شاعرانو د ټولګو پر خلاف چې ځینې مفاهیم او کلمې پکې ډیری زیاتی تکرار راغلی وي د هادي په دې مجموعه کې سړی تکراري شعر خو لا څه چې تکرارې بیت اومطلب نه شي موندلای، هر څه نوي دي ،استعاري ،تشبهات ،کنایي ، ترکیبونه ،مفاهیم ، سمبولونه او ... تول بکر ، نوي او ښکلي دي ،او شعریت پکې خپل اوج ته رسیدلی دی؛ خو هغه څه چې په کې ډیر او په کراتو کراتو تکرار لیدل کیږي مینه ده ،



هغه مینه چې لکه هادي د څو بعدي شخصیت په څیر ډیره ژوره او هر اړخیزه ده له وطن ، خلکو ، ښکلا،معشوقې،سولې،سوکالۍ،خوشحالۍ،کامیابۍ ،ژوند،طبعیت او کورنۍ سره مینه او لکه ټولې شرقي پدیدې له درد سره غبرګه .
ډیر ځلي مې اوښکو سترګې را ډکې کړې او ډیر ځلې مې د زړه درزا د ګوګل فضا تنګه ؛
تر خپل اغیزی لاندې يې په لنډ وخت کې ډیر شعرونه راباندې ولیکل او د ډیر وشعرونو بیا اوبیا لوستلو ته یې مجبور کړم .
که د هادي صاحب په شعر دقیق څه ووایم نو هغه داده چې دده شعر د حمید ماشوخیل په وینا رښتیا هم چې :
شعر نه دی دا خوناب دزخمي زړه دی                   یا وتلی دستی دم له خولې د مړه دي
يانغمه دنيم بسمل مارغه دخولې ده                     يامجنون ته معماښکلې لیلا ده      
يا دوينواباسين وهلی موج دی                     يا له ښاره دحيرت وتلی فوج دی
زه د ښاغلي هادی په دې شعري ټولګې ډیر څه ویل نه غواړم خو له ټولو درنو عزیزانو نه هیله کوم چې ویې لولي تر څو یې په دې باور راشي چې ما په پورته لیکنه کې نه یوازې مبالغه نه ده کړی بلکې د هغه په ستره شاعرۍ مې لکه دا متن لنډ او کم څه لیکلي دي .
د ګران هادی طبعه لاروانه ، هڅې بریالۍ ، سوکالۍ ،روغتیا اونیکمرغۍ یی په برخه غواړم
په درنښت
۱۹/۹/۲۰۱۶