وطن کله جوړیږي‎

د وطن جوړولو  امید د هر افغان لوی آرمان دی،  خو ځيني خلګ شته چې د" وطن کله جوړیږي" فکر او خبر یې د خبرونو سر ټکی  وي دا چې وطن کله جوړیږي او زمونږ ګران وطن به څه وخت له ستونزو خلاصیږي؟ دا پوښتنه باید   هر افغان له ځان څخه مطرح کړي، ځکه زمونږ راتلونکی زمونږ فکر او ذهن جوړوي،  چې نن ستاسو په فکر او ذهن کې د "وطن کله جوړیږي" مفکوره پرته وي، معلومه ده چې صبا به مو هم همدا حال وي.      دلته لس  هغه خبرې لیکم چې د فرد فرد لپاره د وطن جوړولو حق دی باید چې په پخپل فکر کې یې ځای پر ځای کړي، کله چې دغه لس موارد ټول په عمل کې هر وګړی عملي کړي په هغه ورځ د " وطن کله جوړیږي "  فکر به مو دې ته اماده شوی وي، چې وبه وایئ؛ چې وطن صبا جوړیږي. خو تر ټولو لومړی شرط باید ذهن کې د وطن جوړولو نیت او قصد پوخ ولرئ،  ځکه دا وطن د ټولو وګړو کور دی او د وطن خلګ دا وطن جوړوي،  کله چې ولس وغواړي هر څه کولای شي، خو چې په ولس کې د وطن جوړولو فکر وجود ولري، او له دې بد فکر" وطن کله جوړیږي" منصرف شي.             (۱) لیوالتیا  هر څوک چې د وطن جوړولو اورنۍ لیوالتیا لري، وطن جوړولی هم شي،  ناپیلیون هیل وايي(( هغه کس چې باور کولی شي ورته رسېدلی هم شي)) کله چې مونږ په دې باور وه اوسو چې وطن جوړیږي او د وطن جوړولو لیوالتیا ولرو،  او دغه باور جوړ کړو خامخا وطن جوړیږي، دغه لیوالتیا د هر فرد فرد حق دی باید وه یي لري، مونږ دا نه وایوو چې تاسو دولت کې کوم نظام جوړول غواړئ، خو دا وایوو چې د وطن جوړولو لیوالتیا خو باید ولرئ! د وطن جوړولو لیوالتیا د وطن جوړولو لومړی او لوی شرط دی،  دا وطن په هر افغان وګړي دا حق لري چې د جوړولو لیوالتیا حتمي باید ولري.     (۲) صداقت او ریښتنوالي د وطن جوړولو لپاره هر وګړي مسوول دی چې دې وطن ته صادق وه اوسې، مونږ د وطن جوړولو خوبونه وینو،  خو جوړول یې په پردو کوو، دلته  د صداقت راز پاته نشو او د وطن جوړولو خوب یو خیالي خوب شو،  الفت صیب ويلي (( ویده قومونه لکه د ویده خوب چې په سیند کې به لامبي خو لاس به یې هم لوند نه وي او هغه شان به تږی وي))  نن ډېر خلګ د وطن جوړولو همدې خیالي خوب اخستي، کله چې هر فرد فرد په  صداقت د وطن جوړولو لپاره کار وکړي، دا وطن جوړیږي او دا خبر چې "وطن کله جوړیږي" له منځه ځي.       ( ۳) د مسوولیت منل کله چې مسوولیت ومنل شي د ریسک منل او حساب ورکول هم ورسره راځي، که د وطن جوړولو لپاره هر وګړی ریسک واخلي او د وطن جوړولو حساب له ځان سره واخلي، هېڅکله هم بیا د "وطن کله جوړیږي" خبر او فکر څوک کولای نشې، که حقیقت او اصولي وګورو د وطن جوړولو حساب باید هر افغان ورکړي، او دا حق وطن په هر چا لري چې حساب ورکړي، خو دلته هغه څوک چې د "وطن کله جوړیږي" ناري وهي هغوی ځان له حساب څخه خلاص ګڼي او هویت یي د افغان دی، سړي  سخت تعجب واخلي چې هویت یي افغان وي او د وطن کله جوړیږي ناري وهي.     که په زغرده ووایو چې هغه څوک د "وطن کله جوړیږي" ناري وهي هغوی باید له وطنه وتښتي او چیرته بل هویت ځانته انتخاب کړي، ولي دا منفوري خلګ منفیات زیږوي، دوی دا حق هم نلري چې ووایي زه افغان یم، ځکه دوی دا وطن پخپل ذهن کې ناصور جوړ کړی او دې وطن ته مضر خلګ همدا دی.   هر څوک مسوولیت لري چې د خپل کور حساب ته ځان اماده کړي، او د ټولو کارونه مسوولیت ومني،  وطن زمونږ کور دی دا وطن تر کور کم ګڼل لویه جفا دی،  که تاسو رښتیا ومنئ چې دا وطن زمونږ کور دی نو ولې یې مسوولیت نه منئ،  د خپل ژوند د بدلولو قدرت ولې په لوی لاس بل ته پریږدئ!     (۴) وطن ته کار که هر وګړی په ټوله ورځ کې لږ تر لږه یو ساعت وطن ته کار وکړئ،  دا وطن به څومره وخت ونېسي چې تر څو یې له دې ناسور زخم څخه خلاص کړو؟ ډېر کم وخت، وطن ته کار د هر وګړي مسوولیت دی، یو څوک چې د وطن لپاره کار هم نکوي، نو بیا ولې ناري وهي چې دا وطن کله جوړيږي، مخکې مو وویل چې وطن کور دی،  کور ته باید کار وشي نو چې کار هم نه ورته کړې، دومره خو خامخا وکړئ چې د وطن کله جوړیږي منفیات خو په ټولنه کې مه شيندئ.     (۵) شخصیت جوړونه  زه پرته له مبالغي ویلی شم چې خپل شخصیت جوړول واجب عمل دی چې یو څوک یې باید پر ځای کړي،  کله چې تاسو شخصیت جوړ کړئ، یا لږ تر لږه دې وطن ته راتلونکي ماشومان په شخصیت پوښ کدرونه وروزئ، دا به مو د وطن کله جوړیږي منفعي عادات له ذهنه وغورځوي،  کله چې هر فرد فرد ځاني شخصیت جوړونه باندي کار وکړي، بې لاري څخه را وګرځي د وطن جوړولو حس یې خپله را ژوندی کیږي او یو څوک چې ټوله ورځ د بې لاریوو ښکار وي، پالتو سریالونه، نشه یي مواد، د انټرنټ ناسم استعمال او نور وخت خرابوونکي اعمال اوکړه وړه  تر سره کوي، له دې وطن سره خیانت کوي، تاسو هر وګړی بس دومره وکړئ چې په  شخصیت کار وکړئ، که هر وګړئ شخصیت ورغوي وطن به له شخصیتونو ډک شي،  نن چې وطن کې د شخصیتونو له سخت کمښت سره مخ یوو دا مو حال دی او هر ځای کې دا منفیات دي چې وايي وطن کله جوړیږي، وطن هلته جوړیږي چې ته شخصیت باندي کار وکړئ!.     (۶) باور او اعتماد کله چې تاسو د وطن کله جوړیږي ناري وهي باور او اعتماد تاسو خپله له منځه وړئ،  باور په دې مانا چې تاسو د وطن په جوړولو اعتماد ولرئ،  باور خپله انرژي تولیدوي،  کله چې د وطن جوړولو انرژي تولید سي، وطن جوړیږي او هر وګړی پخپل وطن باور ولري او د وطن جوړولو انرژي تولید کړي وطن جوړ دی نور خیر او خیرت دی، نور به د وطن کله جوړیږي باور له منځه تللی وي او په ځای به یي د وطن جوړولو انرژي ځای نیولي وي.      (۷) وطن ته  څه ورکول وطن ته څه ورکولو مانا دادی؛ چې که هر فرد د دې وطن لپاره یو ځوان وروزي، که هر فرد د دې وطن په سپیره دښته کې تولیدي فابریکه جوړه کړي، که هر فرد د مکتب او مدرسې دیوال ورغوي،  که هر فرد د وطن د ملي ګټو په خاطر خپل تجارت دلته په وطن کې وګړي،  لیري نه دی چې  وطن به ډېر زر په پښو  ودرول شي،  نور به د وطن کله جوړیږي فکر له منځه تللی وي او هر څوک به پخپل کار  لګیا وي.     (۸) مبارزه  دلته یو ناسم فکر دا هم موجود دی چې ډیری خلګ مو دا فکر کوي چې وطن به هغه خلګ جوړوي چې د دوی څه زده وي،  او کوم څوک چې بېسواده وي پر هغو د وطن جوړولو حق نشته، ولې مبارزه هغه ځواک دی چې لیک او لوست ته اړتیا نلري،  یوازي احساس دي را ژوندی کړه او د وطن جوړولو مبارزه پیل کړه،  احساس چې یو مرکب دی لو څو کلمو جوړ دی، کله چې احساس را ژوندی شو، مبارزه به خپله ځان در معرفي کړي.  د وطن جوړولو مبارزه نه لیک او لوست او نه هم لوړو تحصیلاتو ته اړتیا لري،  هر وګړی کولای شي چې همدا مبارزه وکړي او د وطن جوړولو مبارز شي.     (۹) ځان منظم کول  ځاني نظم او ځان په یوه جوکاټ کې ښودل، د هر وګړي دنده ده، وطن هلته جوړیږي چې هر وګړی ځان په نظم او ډسپلین برابر کړي،  دلته هغه څوک د وطن کله جوړیږي ناري وهي چې دی خپله دومره بې نظمه وي چې هیڅ د اصولو په نوم څه نه پيژني او وطن کله جوړیږي خبر دی تر ټولو مخکي کوي، ځان ته ډاډ هم ورکوي چې انسان ازاد پیدا شوی دی،  خو دا یې هېر دی چې خدای پاک د انسان لپاره ځیني قواعد او اصول هم مقرر کړي دي.     نو مخکې له دې چې د وطن جوړولو خبرې وکړو باید ځان په نظم او ډسپیلن برابر کړو، زمونږ بدبختي له دې ځایه شروع ده چې ګڼ خلګ مو میلو او محافلو ته پر نظم او ځاني برابروالي ډېر ارزښت ورکوي.     (۱۰) جهل نا پوهي  نا پوهي بده نه ده خو له ناپوهي څخه د نه خلاصون کوشش ډېر بد کار دی، زمونږ له نورو بدبختیو سره داهم دی، چې پوهه بده ګڼو، تر ناپوهي غټه بدبختي له پوهې وېره ده او دغه شی خلګ د ګمراهي او بې لاریوو په لور سوق کوي، نا پوهه خلګ پر دې نه پوهیږي چې دوی ناپوه دي؛ ځکه دوی نه پوهیږي چې نه پوهیږي.     هر پوه سړی پوهیږي چې زه څومره ناپوهه یم،  او د هر مسلک خلګ ورته معلومیږي،  هر څوک په خپل مسلک کې کار کوي،  یوازې ناپوهان دي چې په ټولو برخو کې د د کتورا تر کچي رسیدلي،  خبر دلته خرابه شي چې نه سیاست کتلی شي، نه دین او عقیده کتلی شي، نه خپل ځاني نظم مراعات کولی شي، او د افغانستان په دې کشاله سیاست کې زر پریکړه وکړي دا وطن کله جوړیږي.      ټولو وطنوالو! که تاسو وطن جوړول غواړئ،  یوازې خپله ناپوهې ومنئ کله چې ناپوهې ومنل شوه،  د وطن جوړولو مهمو برخو ته مو وړ کسان انتخاب کړل دا وطن جوړیږي،  مونږ ازلي بدبختان نه یوو جوړیږو ان شاء الله او خامخابه جوړیږو تاسو صرف دا عقیده ومنئ چې دا وطن جوړیږي.     وطن به هلته جوړیږي چې تاسو دا لس موارد په ځان عملي کړل، که له دې لسو مو یو هم عملي نکړل، بیا نو له دې وطن څخه لږ لیري ولاړ شئ،  څو ستاسو له دې منفي اذیت څخه خلاص شو، او دا وطن جوړولو ته پرېږدو، زه ښه په اطمنان وایم چې مونږ سخت مراحل طی کړل ډېر لږ وخت پاته دی چې نور به مونږ د نورو هیوادونو په شان هیواد ولرو. د ګران وطن د پوهې په هیله.