مشهوره مقوله ده چې جګړه ګټونکی نه لري. په هغه سيمه چې جګړه تېره شي، نو وراني، فساد او چپاولګري سم ورسره مله وي.
کله چې په نړۍ کې لومړۍ او دوهمې نړيوالې جګړې پېښې شوې، نو جګړه په مستقيمه توګه د علمي تيوريو او بحثونو موضوع وګرځيده. په دې مورد يو شمېر طبقه بندۍ رامنځته شوې، چې جګړو ته د اړونده موقف او هدف په نظر کې نيولو سره نومونه ورکړل شول او تعريف شوې.
هغه جګړې چې د کلتور يا فرهنګ سره يې تماس لرلو، کلتوري جګړې يادې شوې، د معاصرې تکنالوژۍ په پراختيا سره د نويو او مضرو وسلو په رامنځته کيدو ورته د اټومي جګړو نوم ورکړل شو، په جګړو کې د ښکېلو لوريو يا د قلمرو لحاظه په بهرنيو او داخلي جګړو په نومونو وپيژندل شوې، چې هره يوه يې ځانګړي تعريفونه او ځانګړتياوې لري.
غواړم د نننيو او پرونيو مناورو او غيرې قانوني کړنو سره په ارتباط په داخلي جګړه يو څه رڼا واچوم.
داخلي جګړه هغه جګړه ده چې د يو هيواد دننه د دوو يا څو متخاصمو ډلو، احزابو، قومونو يا ولسونو تر منځ د قدرت د ترلاسه کولو يا منابعو په سر پېښه شي، چې ښه بېلګه يې د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ يمو کالونو تر منځ د افغانستان جنګ ؤ.
دا نورې جګړې په ځانګړي توګه بهرنۍ په نسبي توګه جګړه کوونکي تعريف کوي، يو لوری خپلو جنګياليو ته د اتلانو خطاب کوي، خو هغه بيا د مقابل لوري لپاره تيري کوونکي او ظالمان وي، لکه چنګېز خان، چې د افغانستان خلک يې د يو ظالم او تيري کوونکي په توګه پېژني خو د منګوليا خلکو لپاره اوس هم يو اتل دی.
خو کورنۍ جګړې بيا په ټوله کې هيڅ کوم داسې افتخاري القاب نه لري، چې د جګړه کوونکو لپاره يې وکارول شي، ځکه دا په حقوقي او تاريخي لحاظ يوه غير مشروع جګړه ده، چې ملت ته بغير د ورانيو، ناورينونو او مرګونو بل کوم څه نه لري او د دې جګړې کوونکي نه يوازې چې اتلان خو نشي کيدای بلکې مجرمين هم دي.
خو هغه ولسونه چې د درک قابليت يې کمزوری وي، حکومتوالي يې اوس هم د همدغه جګړه مارانو يا د هغوی د محصول په لاس کې وي، نو دوی نه يوازې چې اتلان دي، بلې د ملي افتخاراتو يوه برخه هم بلل کيږي او ملت به دا ټولې سپين سترګۍ په بې وسۍ زغمي.
وروستي