ستاسو پوزه د شخصيت ښکارندويي کوي

ډيری ماهرين په دې باور دي چې د يو کس د پوزې شکل او جوړښت د هغه د شخصيت او کرکتر سره مستقيمه اړيکه لري. موږ دلته د پوزو په ځينو ډولونو خبرې کړي دي چې تاسې کولائ شئ د دې معلوماتو څخه په استفادې يې د خپلو ملګرو يا کورنۍ په غړو کې وازمايئ.
 
۱- غونډې پوزې واله:
داسې باور کيږي چې د غونډې پوزې واله ډېر چالاک او ځيرک وي. د دې پوزو واله ډيری وختونه نوښتګر، تخيلي خواص لري. ډيری له دوی څخه مينه ناک، مهربانه او خوشبينه وي. همدارنګه کله چې دوی د مهمو اشخاصو سره مخامخ شي، نو احساساتي کيږي او د ويرې احساس کوي.
 
۲- يونانۍ پوزې واله:
هغه پوزې چې نرۍ او تنګ سوري ولري د يونانۍ پوزو په نوم شهرت لري، چې شايد په پخوانيو يوناني مجسمو کې مو ليدلي هم وي. متخصصين وايي هغه کسان کوم چې د يوناني موډل په څېر پوزې لري ډېر ذکي، منطقي او په ځان متکي وي، د دوی په خبره چې تاسې هر وخت کولای شئ، د دوی په وړتياوو باور وکړئ.
 
۳- د لندۍ پوزې واله:
داسې باور کيږي چې د دې پوزې خاوندان ډېر خوشبينه، ويال او خطرناک وي. دوی ژوند په ډېره اغېزمنه توګه تېروي، دوی خپلې کورنۍ او ملګرو ته ډېر وفاداره وي او تل په دې هڅه کې وي چې خپله کورنۍ او ملګري د ستونزو او مشکلاتو څخه خوندي وساتي.
 
۴- پلنې پوزې واله:
د پلنې پوزواله چې ښه بېلګه يې باراک اوباما ده، دوی په رهبرۍ او سياست کې ډېر فعال او کامياب وي او ښه شخصيت لري. دوی په سوداګرۍ کې هم ډېر کامياب پيژندل شوي دي. دوی په نادره توګه ډېر ارامه خوی لري او علاقه لري چې هر وخت په موضوعاتو کې د ګرم سرټکي په څير راڅرګند شي، همدرانګه دوی ډېر ژر غوسه کيږي.
 
۵- غوښنې پوزې واله:
دا هغه پوزې دي چې په پيل کې نرۍ خو په وروستۍ برخه کې پلنې او غوښينې شوي وي. د دې پوزو واله تېز فکر کوونکي او ژر تصميم نيونکي دي. دوی هېڅکله دا نه خوښوي چې وخت ضايع کړي، دوی ځکه هر څه په سمدستي توګه ترسره کوي، چې ښه بېلګه يې د امريکا د پخواني ولسمشر بين کلينټن د پوزې جوړښت دی.
 
۶- غټې پوزې واله:
هغه پوزې چې په پيل کې نسبتاً نرۍ، خو غوښينې او په وروستۍ برخه کې ګرد او غټ سوري ولري. د دې پوزو واله په خپلو وړتياو باندې باوري وي، په ټوکو باندې پوهيدونکی خوی لري او هر وخت دا فکر لري چې ملګري خوشاله وساتي.
 
۷- جرۍ داره پوزې واله:
هغه پوزې چې په نسبي توګه اوږدې او د جرۍ په څېر شکل لري دي. د دې پوزې واله خلک په دې هڅه کې دي چې د خپل ژوند لاره په خپله وټاکي، دوی هيڅکله نه خوښوي چې د بل کوم رهبر تصميمونه او چارې تعقيب کړي او ډيری وختونه دوی هغه نقدوي هم. دوی سرتمبه عدتونه لري او يوازې خپلې خبرې ته ارزښت ورکوي او په دې فکر کې نه دي چې نور څه وايي.
 
۸- مښوکې ته ورته پوزې واله:
هغه پوزې چې د مرغه مښوکې ته ورته پوزه لري دوی په هنري توګه زيرک او نوښتګر وي. کله چې دوی وغواړي يو کار ترسره کړي نو بيا هېڅ په دې لاره کې ودريدل نه مني.
 
۹- قوسي پوزې واله:
قوسي پوزه د مښوکې پوزې په څېر هډوکی يې کوږوالی لري خو په دومره توپير چې په څوکه يې نرۍ وي. د دې پوزې واله هڅه کوي چې د ماهرو مديرانو په ډله کې حساب شي، ځکه دوی ښه رهبري کوي. دوی ډېر کارترسره کوونکي او باتنظيمه خلک وي، ملګري يې بايد ډېر احتياط وکړي چې له دوی سره غداري ونه کړي، ځکه دوی هېڅکله هغه څوک نه بخښي چې له دوی سره يې غداري کړي وي.
 
۱۰- لکې پوزې واله:
دا هغه پوزې دي چې نرۍ او لکه څوکه ولري، د پوزې هډوکی يې قوسي شکل او تر څوکې پورې انحنا ولري. د دې پوزې واله يې ډيری حساس او ژر خفه کيږي، که څه هم دوی دا نه مني. په دې خلکو کې د خدمت کولو انګيزه بيا يوه بېله او تر نورو جلا ځانګيړنه ده. دوی د خلکو سره ډېر په وياله او موسکا لرونکو شونډو مرسته کوي.