پښتو ژبه او زموږ مسؤليتونه‎

د غبرګوالي ۹ د پښتو ژبې نړيواله ورځ ده. دا ورځ په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په ګڼو نورو هيوادونو کې پښتانه فرهنګيان او د پښتو ژبې مينوال د پښتو ژبې ورځې په نوم لمانځي. دلته غواړم په دې وغږيږم چې ايا زموږ مسولیت يوازې د دې ورځې په لمانځلو سره ادا کيږي او که په وړاندې یې نور مسولیتونه او مکلفیتونه هم لرو؟
 
زما په فکر يوه ژبه په دريو برخو او لارو سره غني او وسیع کيدلی شي:
۱- د تعليم په برخه کې؛
 
۲- د تحقيق په برخه کې؛
 
۳- د ترجمې په برخه کې.
خو موږ څه ډول کولای شو پښتو ژبه غني او وسيع کړو او د ژبې د غني کيدو پورتني اسباب او بحثونه په کوم شکل مطرح کړو ترڅو د پښتو ژبې لپاره په فرصت تمام شي؟
 
يوه ژبه هغه وخت ښه پرمختک کولای شي چې په خپله غېږه کې د عصر مطابق علمي او څيړنيز اثار ولري. دا چاره يوه ژبه د علم او پوهې ژبه ګرځوي او د همدې ژبې پر ويونکو سربېره د نورو ګاونډیو ژبو واله مجبوريږي چې همغه ژبه (پښتو) زده کړي، يعنې د علم د حصول وسيله ګرځي.
 
د پښتو ژبې د پرمختګ بله لاره د تعليم بحث دی چې دا دوې برخې لري، چې يوه یې د ژبې تعليمي برخه ده او بله یې د ټولنې د وګړو تعليم یافته کولو بحث دی.
 
په دې وروستيو کې بعضې کسان د دې هڅه کوي تر څو مفغن شوي کليمې خالصې پښتو کړي چې ډېر کله پکې خودسرانه مداخلې کيږي او نوي نوي شيان پکې راپيدا کوي. که دا چاره دوام پیدا کړي نو په لوی لاس به موږ خپله ليکنۍ پښتو ژبه د واحد ليکدود په عوض د مختلفو او مخالفو ليکدودونو څښتنه کړو او بې مفهومه کليمې به مو پکې خلق کړي وي او هغه کسان چې د پښتو ژبې د زده کولو علاقه لري د ډېرې پچلتيا او اختلاف په سبب به د پښتو ژبې د زده کړې څخه بې زاره شي.
 
د دې چارې د اصلاح، مخنيوي او اجراء مسؤلیت زما په ګومان د علومو اکاډمي، اطلاعاتو فرهنک وزارت، دولتي پوهنتونونه او نور علمي نهادونه لري، چې دوی بايد يو خوا د خودسرانه مداخلو مخه ونيسي او بلخوا د پښتو ژبې د ګرامر، ليکدود او لغاتو په برخو کې جدي ګامونه واخلي او موجوده تشې حس او ډکې کړي. علمي او مسلکي اصطلاحات او اداري ادبيات تخليق کړي، په دولتي کچه د پښتو ژبې د رايج کيدو لپاره بحثونه ايجاد کړل شي او په دې برخو کې روزنيز پروګرامونه په لاره واچول شي.
 
د پوهنې وزارت د علومو اکاډمۍ سره په ګډه وخت په وخت په ښوونځيو کې پر املائي ابهاماتو باندې بحثونه ايجاد کړي او د رفع کيدو لپاره يې کار وکړي.
 
دې سره خوا کې که د ټولنې اکثريت وګړي لوستي او تعليم يافته شي، نو پښتو ژبه به د پوهې او تمدن ژبه شي، ځکه د کومې ژبې ويونکي چې پوه او متمدنه وي نو هغه ژبه هم د پوهې او تمدن ژبه بلل کيږي.
 
په اوسني عصر کې نړيوالې ژبې په ډېرو سترو علمي موادو بډايه دي، د پښتو ژبې ويونکي بايد همدا علمي مواد پښتو ته واړوي، چې دا چاره زیاته د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسوليت کيږي، ځکه دوی بايد د ټولو ژبو علمي او تحقيقاتي اثارو د چاپ لړۍ په جدي ډول وڅاري او هر علمي کتاب او اثر چې د هر علم په برخه کې چاپيږي بايد پښتو ته وژباړي.
 
نن موږ تاسې وينو چې په پښتو ژبه کې د ژباړې فن د علمي او تيوريکي اثارو په برخه کې بيخي پڅ او کمزوری دی. دغې اوضاع دومره تاثير کړی چې ان پښتانه استادان خپل علمي او تدرسي کتابونه په پښتو نه ليکي.
 
د ژبې خدمت د حمزه بابا په خبر قرباني غواړي چې:
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
 
پس که مو پښتو د سائنس، تکنالوژۍ، علميت، اقتصاد او تمدن ژبه کړه او د يادو برخو مينوال د پښتو ژبې زده کولو ته محتاج شول، نو بيا به مو د پښتو ژبې په وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړی وي.