په پاريس کې يو افغان اووه تنه په چاړه وهلي دي

روهي (دوه نۍ/۱۹ د وږي)، پاريس کې يو افغان کډوال اووه کسان په چاړه وهلي او ټپیان کړي دي. پوليس د پېښې پخلي کوي خو وايي چې تر اوسه څرګنده نه ده چې ولې دغه افغان ياد کسان وهلي دي.

د پېښې عينې شاهدان وايي چې دغه پېښه د پاريس ښار په ۱۹مه ناحيه د يوې سيمنا سره نېږدې ماښام مهال رامنځ ته شوې ده.

پوليس وايي چې بريدګر يو افغان وو نېول شوی دی. له څېړنې وروسته به مالومه شي چې نوموړي ولې په داسې عمل لاس پوري کړی دی.