
لقمان د مریانو په منځ کې تر ټولو خوار او ډنګر و کله به یې ، چې بادار خپل مریان د میوو بڼ ته واستول ، چې میوې راوړي مریانو به ، چې کله میوې راغونډې کړې لومړی به یې له ډیره حرصه خپله وخوړې خولقمان به دا کار نه کاوه دهغه باطن او ظاهر یو خيل و نه یې غوښتل ، چې د بادار پسې شا له هغه سره خیانت وکړي ، لقمان خو د میوو خوړلو عادت نه درلود یوه ورځ یې بادار ته ښې میوې نه وې ایښي . کله ، چې ورسره مخامخ شو بد رد یې ورته وویل ملامت یې کړ ، چې تر اوسه دې میوې ونه پیژندلې . لقمان په ځواب کې ورته وویل : باداره خداي دې نه کړي ، چې زه دې خاین واوسم ،که باور دې نه راځي نو موږ ټول له یوې مخې وازمویه . بادار یې وویل هغه څنګه ده ورته وویل موږ ټولو ته د څښاک ګرمې اوبه راکړه بیامو یوې لوې دښتې ته وباسه ، تاسې پر اس سپاره شي او موږ به پیاده ځغلو . د بادار یې دا خبره زړه ته ولویده . ساقي ته یې امر وکا ، چې دې ټولو ته د څښاک ګرمې اوبه ورکړي . ټولو له ډاره وڅښلې بیا یې ورته امر وکړ ،چې په دښته کې ښکته او پورته وځغلې کله ، چې ټول له ستړیا څخه د هر یوه خوا راوګرځیده زړونه یې بدبد کیدل ، چې ویې لیدل دهر یو له خولې څخه داوبو پر ځای میوه را روانه ده . یوازینې کس ، چې له ستوني یې پاکې اوبه را روانې وې هغه لقمان و . داچې د لقمان پوهه اوحکمت و د لوی خداي به څومره وي ؟