د خړکۍ مرغۍ غچ

خړکۍ مرغۍ پورته والوته، ټول ښار یې تر سترګو تېر کړ، ښکلې ودانۍ پکې ښکاریدې، پر تورو سړکونو د موټرو بیروبار و، خلک لکه د میږیو یو خوا او بل خوا روان ښکاریدل او ځينې د سودا پر پير و پلور لګیا وو.
مرغۍ واپس راښکته شوه، د سړک پر سر دروازه جوړه شوې وه او ګڼ عکسونه پرې ښکاریدل، چې له هر یوه سره د شهيد نوم ليکل شوی و. مرغۍ ته یې د نیا خبره وریاده شوه: دا خلک اوس د هغه چا احترام او درنښت کوي، چې دا ښار یې په کنډواله اړولی و.

مرغۍ د تر ټولو لوی عکس پر سر ناسته وه، لاندې خلکو ته یې کتل، چې لویې پګړۍ یې پر سر او لوکس لباسونه یې پر تن دي او د دې عکسونو لاندې ټيټ سرونه تيرېږي...

مرغۍ ته یې بیا د نيا خبره وریاده شوه: زموږ یو نسل د هغو له لاسه تبا شو، چې د دې ښار والا یې اوس شهیدان و اتلان بولي.

د مرغۍ لکۍ پورته شوه، او د لوی عکس پر سترګو سپیه لیکه راوبهیده. واپس د لوړې ودانۍ پر لور والوته، زړۀ کې داسې خوښه وه، لکه د خپل تبا شوي نسل غچ چې یې اخیستی وي.