مبایل


      په ټول کلي کې یې صفتونه کیدل او داخبره له هېچانه هم پټه نه وه چې رڼاښکلې ده اوددې ترڅنګ ټول هغه استعدادهم لري چې په کلي کې دیوې پیغلې لپاره تروادیدووړاندې دښه توب معیارګڼل کېږي لکه پخلی ،دستنې کار، دکورسمبالول اونورچې کورنیوبه دخپل زوی یاورورلپاره دراتلونکي ژونددملګرې دانتخاب په توګه ترټولومهمې ځانګړتیاوې دي خویوبل ښه توب داهم دی چې بایدډیره له کوره نه وي وتلې ،چالیدلي نه وي اوپه اړه یې معلومات ونه لري ،رڼاهم همداسې یوه نجلۍ وه چې ددې ټولوځانګړتیاوو ترڅنګ یې دښکلاشتمني هم لرله نوځکه خو دشامیرکاکاپه کوردریبارانومېلې جوړې وې اوده هم لکه دغه لوبې ته چې خوشحاله وي په ورین تندي دهغوی هرکلی کاوه خویوه ته یې هم دهوځواب نه ورکاوه چاته به یې ویل چې په بدلانه یې ورکوي چاته به يې ویل چې لوريې په ولورورکوي اوځینوته خوبه یې لابیخي داویل چې لوريې وړه ده اودوادولونیت یې نه لري ،بس چایونه اومرکې وې چې دشامیرکاکاحجره ورباندې ګرمه وه اورڼایې ځان ته غره کړې وه شامیرکاکابه داهم ویل چې لوریې داسې چاته ورکوي چې په کورکې یې نه تلویزیون وي اونه هم تلفون ځکه چې ددې شیانوپه لرلوسره کورنۍ بې لارې کیږي اوده خپله لورداسې رالویه کړې چې تراوسه به په ټول عمرکې یوازې څوځله له کلاوتلې وي اوغواړي همداسې چاته یې ورواده هم کړي خوخیردی رڼاهم دخپل قسمت اوتقدیرشپې ورځې شمیرلې هغه په دې پوهیده چې اتلس کلنه یانولس کلنه پیغله دپلارپه کورکې میلمنه وي اوخامخابه دخپل نصیب اوقسمت خواته ځي خوکله چې ددقسمت فیصله راشي بیانه بدليږي یوه ورځ داسې هم راغله چې شامیرکاکادرڼادسمال دجومات دملاصیب زوی ببري ته ورکړاوله دې سره دټولوهغوځوانانوتمې وشلیدې چې درڼاخپلولوته یې له پخوانه په زړه کې کرل رېبل ببری نه یوازې ښکلی نه وو بلکې دخپل پلارغوندې دملایانوخاصیتونه هم به کې نه ترسترګوکېدل شامیرهم ویل چې لوبه یې ګټلې اولوریې دملاصیب دکاله ډيوه شوه کوژدې مراسم هم بې شوره ترسره شول اوداسې ورځ هم راغله چې رڼاپه سره ډولۍ کې دملااخترمحمدکورته لاړه ملااخترمحمدلا ان په پوښ کې خپلې نږورته دوه مبایلونه راوړي وو اویویې خپله شامیرکاکاته هم ډالۍ کړی وو چې اوږدمزی یې په واسکټ کې اچولی وو اوله خپل زوم اولورسره به یې ورباندې اوږده مجلسونه اوکیسې کولې ددې ترڅنګ به دکلیوالوسره په خبرو اومجلسونوکې هم دمبایل په صفتونونه مړیده اوویل به یې چې دغه دشیطان پرزه کاشکې وړاندې دده لاس ته ورغلې وی ده خوهسې ورنه نفرت کاوه حتی کله به یې دملااخترمحمد نه هم دجمعې وخت دمعلومولولپاره هغه ته زنګ وهلواوجومات ته به یې ځان رسولو.
                                                             *****
    کله چې درڼامیړه ببری په مزدورۍ پسې کابل ته لاړه نوهره شپه به یې داسې وخت چې پوهیده رڼاخپلې کوټې ته تللې هغې ته زنګ وواهه بیابه يې ترنیموشپوسره کیسې کولې اویودبل په خبروبه نه مړیدل خواخرتلفون هم په خاورونه چلیده ببري نه شوه کولی چې هره شپه دومره خبرې سره وکړي یوازې په اونۍ کې به يې یویادوه ځله رڼاته زنګ وهلو،رڼاهم نورله دغه خبروسره دومره روږدې شوې وه چې بې له خبروبه خوب نه ورته اوفکربه یې کاوه چې یوڅه ورنه ورک دي همغه ووچې کله به یې په خپله ورته زنګ وواهه اویوڅه خبرې به یې ورسره وکړې یوه شپه چې خپله کوټې ته لاړه زړه یې تنګ وو تلفون یې راوخیست دشپې پوره لس بجې وې دب په توري په نښه شوي نمبرته يې څومثقالونه ورکړل خوچاورته زنګ ونه واهه له ځان سره يې وویل چې اوده شوی به وي نوځکه یې سرکېښودلاسترګې یې نه وې ورغلې چې تلفون ته یې زنګ راغی په خوښۍ یې اوچت کړخواوازدبل چاوو مقابل لوری بې له دې چې ددې خبرې واوري ځواب یې ورکړ
وبښئ ببری بهرته وتلی وروسته زنګ ووهئ په رڼااوازخوږولګېده زړه نازړه یې ترې وپوښتل
ته څوک يې ؟
زه یې دکوټې ملګري یم .
 بله ورځ یې چې کله خبرې وکړې نوددې پیښې نه یې بیخي یادونه ونه کړه دوه ورځې وروسته بیاله یوه بل نمبرنه درڼاتلفون ته زنګ راغی همغه کس وو دې هم خبرې ورسره وکړې په دریمه اوڅلورمه ورځ هم همداسې وشول تردې چې له دوه دریونورونمبرونوڅخه هم دتلفون ته زنګونه راغلل خودابې له دې چې خپل خسراوببري ته څه ووايي له هغوی سره یې خبرې کولې اوخوندیې ورنه اخیسته نورنوپه دغه خوږوغږونوکې ورنه دببري غږهېروو اوکه به وو هم نوخوږوالی به په کې نه وودببري ملګروبه که زنګ ورته ونه واهه نوبیا به ورپسې دې زنګ وواهه ببري هم درڼادغه چلنداحساس کړی وو اوهره شیبه ځوریده یوه ورځ غرمه له کاره ستړي ستومانه کوټې ته راغی لادمه یې نه وه جوړه کړې چې دملګري تلفون ته یې زنګ راغی ده هم دنزاکت له مخې اوچت نه کړکله چې دویم زنګ راغی نوده په ملاسته ځان وراوږدکړاوتلفون یې اوکې کړ.
دهغې خوانه نرم اوازراغی
بې غوره اوس دچاتلفن هم نه اچتوې .
  درڼا داواز په اورېدودببري په رنګ کې بدلون راغی تلفون یې په دېواله وویشت اوله کوټې نه ووت لکه لیونی پښې یبله په ښارکې دخپل کلي داډې په لورپه منډه روان وو.
۱۳۸۹-۵-۲۵ 
جلال ابادښار