د امريکا خلاف؛ د نړۍ د درېيو هېوادونو ولسمشرانو په ايران کې سره ګوري

روهي (نۍ/۱۷ د وږي)، ټاکل شوې ده، چې د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او د ايران ولسمشر حسن روحاني په ترکيه کې سره وګوري.

درې واړه ولسمشران به د سوریې د ادلیب په ښار کې د حکومت د مخالفینو او د سوريې حکومت سره د خپلو ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

روسيه، ترکيه او ايران په سوريې کې د بشر لااسد په مشرۍ د نظام ملاتړ کوي چې امريکايي پر وړاندې دريږي.

ټاکل شوې ده، چې دغه درې هېوادونه د سوريې د حکومت د هغه پرېکړې ملاتړ وکړي، چې د سوريې په ادليب ښار کې به په خپلو مخالفینو هوايي بريد وکړي.