
موټرته په رارسېدویې زمادڅنګ شیشه وډبوله اوپه ستړي اندازاوځانګړې لهجه یې زیاته کړه
جالال ابادله زي ؟
زما دهو ځواب په اوریدلوسره یې په تندي لاس راتېرکړاودروازه یې خلاصه کړه ترڅنګ مې کښناست دتندي خولې یې وچې کړې اوپه موټروان یې غږکړ
استاده حرکت وکه تاخوویل یوکم دی
موټروان چې په تلفون کې یې خبرې کولې راوکتل
سمه ده پارچه اخلم
شېبه پس دپل څرخي له دوړومخ په جلال ابادروان شوو موټرپه بیړه روان ووکه څه هم زماترڅنک ناست سپین ږیری څوځله پرې غږکړچې وروځي خوموټروان ویل چې دډارخبره نه ده په ماهیپرکې لاره بنديږي لاڅومتره نه ووتللي چې په نوي راختلي کس دخوب څپه راغله اوسریې زماپه اوږه تکیه کړ.
زه هم ستړي وم دډېروخت لپاره په اوږه راته دهغه زغمل ګران وو ورته ومې ویل .
وروره لکه چې ستړي اوبې خوبه یې ؟
په داسې حال کې چې سترګې یې پټې وې ځواب یې راکړ.
ورکوه یې ستړیایې مه کوه مړشوم ان له ازرې نه راغلی یم پرون مې ټول کابل چاڼ کړی جلال اباداوبیاپېښورته ځم .بیاهم خدای خبردی چې په کوم خواته به ځم
ورته ومې ویل خدای دې خیرکړي دڅه لپاره ؟.
سریې اوچت کړاوخبروته یې دوام ورکړ
په ورورپسې مې ګرځم دادوه کاله یې کېږي چې په سترګومې هم نه دی لیدلی که یې راپیدانکړم موربه مې پسې مړه شي ډاکتران هم وايي چې که خپل زوی ونه ګوري نوناروغي یې نه ښه کېږي
دهغه عجیبه خبروحیران کړم بیامې پوښتنه ترې وکړې ولې په وروردې څه شوي ؟ سوړاوسیلی یې
څه له مې پوښتې دوه کاله مخکې مې کوچني ورورپه دریومضامینوکې پاتې شوی وو څوله مې ښه وواهه اوهره ورځ مې پسې دناکام ناکام نارې وهلې تردې چې به کوراوکلي کې مې په همدې نامه مشهورکړهلک بدغونی شویوه ورځ له کوره ورک شو دادي ترننه یې درک نشته ټول ځایونه مې پسې وکتل خوځمکه سورۍ شوه اوشیری په کې ننوت دومره دتشویش خبره نه وه ماوې یوه ورځ به بېرته راشي خواوس خبره سخته شوې مورمې په پل الم (پل علم ) بسترده وایي که شیرمحمدونه ګورم مړه کېږم په کابل کې څوڅوځله پسې ګرځېدم ټول دوستان اوخپلوان مې چاڼ کړل چاراته وویل چې په جلال ابادکې دخښتوپه بټیوکې څولوګري هلکان کارکوي اوس پسې ځم چې ګوندې یوزماوروروي هغه پخواهم دبټیوکارکړی دی .خدای خومربانه دی نورغلی شو اودتندي خولې یې دڅادرپه پیڅکه وچې کړې له څېرې یې معلومېدل چې ستړی اوبې خوبه دی دماهیپرله لومړي تونل ته په رسېدو موټرپه تیزۍ سره برېک ونيوه اوله جټکې سره هغه هم راویښ شو خومخکې له دې چې څوک څه ووایې موټروان سرراتاوو کړ
دیوڅه وخت لپاره ودرېږولاره سیلابونوبنده کړې ده لاندې ښکته شئ هوابه موهم یوڅه بدله شي موږټول ښکته شوو لاندې خوړاوغرونوته موکتل نري نري باران هم یوځل بیاپه ورېدوپیل وکړماله بکس نه خپله کمره راویسته دشاوخوامنظروتصویرونه مې اخیستل دموټروقطارونه هم پسې اوږدېدل اوخلکوشورجوړکړی وو ،له نږدې نیم ساعت انتظاره وروست دموټرولین وخوځیده غږشوچې لاره خلاصه شوه ټولې سپرلۍ موټرته په ختوشوې زه لا موټرته نه وم ختلی چې دتونل په خوله کې شور ماشورته مې پام شوټول خلک په هغه ځوان راغونډوو چې په دسمال یې له سره تاووکړي وو اوپه یوه ټوکرۍ کې یې بیسکېټ ، ژاولې اودیخواوبو بوتلونه خرڅول زه به چې کله په دې لاره تلم نوداهلک به مې هروخت لیدلو، زه هم ورغلم ، هلک ټوکرۍ په ځمکه غورځولې وه ،اوپه زوره یې ژړل ،موږبیرته موټرته وختلواوهغه کس چې دورورپه لټه يې جدلال ابادته روان ووهم نه ووټولودهغه په اړه پوښتنې کولې چې ناڅاپه دموټروان دشیشې مخې ته ورخطاغوندې ودرېده
استاذه کرایه دې واخله زماکاروشونه درسره ځم .
په منډه هغې خواته ورغی کتل مې چې همغه هلک ته یې یوه بله څپیړه ورکړه اوله ځان سره روان کړخلک ټول پسې شول ټولونارې پسې وهلې ،ولې دې وواهه ؟چیرته یې بیايې ؟ څه ظلم کوې هغه کس مخ په کابل پلی روان شو اودوی ته یې راوکتل .
ظلم نه کوم دازماوروردی اوس کورته نه راسره ځي
ایله مې اندیښنه ورکه شوه په ځیرځیرمې ورته وکتل ددواړه څیرې سره بیخي ورته وې هلک شاته پرتې ټوکرۍ او غورځولوڅیزونوته راکتل اوپه اننګویې خپلواوښکودباران له څاڅکوسره یوځای لارې جوړولې.
۱۳۸۹-۵-۲۵جلال ابادښار