دپشتنو نوم ونشان وطنه
دسربازانوکلک ايمان وطنه
تل خان شهيد ويل زمريانو يوسي
ددنګو غرونوسربازانو يوسي
دامی په زړه کی يوارمان وطنه
دسربازانوکلک ايمان وطنه
دپانی پت دننګ کيسی په يادکی
زمادتورزنوکارنامی په يادکی
نن څه درسوی ګلستان وطنه
دسربازانو کلک ايمان وطنه
ته دی تاريخ دمير وائس خان وګوره
دغيرتمن يار محمدخان وګوره
ته دسرکشوېي توپان وطنه
دسربازانوکلک ايمان وطنه
داسره ګلان زموږپه وينوسمسور
زه دی قربان زما دسترګوېي تور
دخاکريزوال وايوب خان وطنه
دسربازانوکلک ايمان وطنه
دازوړ تاريخ راسی تازه کړونن بيا
دپشتنوشمله شمله کړونن بيا
داميل خان وخوشحال خان وطنه
دسربازانوکلک ايمان وطنه
اه دميوند دننګ ټپی څه سولی
هغه پتمنی پشتنی څه سولی
دزړه ټوټه ېي زماجانان وطنه
دسربازانوکلک ايمان وطنه
قلم کی خپل په هرميدان پشتنو
په وينوسورمی دزړه توان پشتنو
الکوزی دی سم قربان وطنه
دسربازانوکلک ايمان وطنه
په درناوی منان الکوزی کوټه
وروستي