د ولسمشریزو ټاکنو نوماند د (همجنسۍ) پر ضد خبرې کړي او سخت په چاړو وهل شوی

روهي (جمعه/۱۶ د وږي)، د راپورونو له مخې په برازيل کې د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ نوماند (ژایر بالسونارو) د ټاکنيزو ناستو پر مهال د چاړو تر بريد لاندې راغلی دی او سخت ټپي شوی دی.

روغتياپالان وايي چې ژایر بالسونارو د خېټې او کولمو په برخه کې ټپونه خوړلي دي، خو تمه ده چې روغتيا به يې عادي حالت ته راشي.

شنونکي وايي چې ژایر بالسونارو ځکه تر بديد لاندې راغلی دی، چې په خپلو ويناوو کې يې د همجنس بازۍ پر ضد څرګندونې کولې لو د يو شمېر خلکو غوسه يې راپورته کړې ده.

داسې تمه ده چې ژایر بالسونارو د نورو نوماندانو په مقابل کې ډېر وړاندې لاړ شي او شونې ده چې د برازيل ولسمشرېزې ټاکنې وګټي.