غزل

غزل

اوښکې دې ګويانه کړه خبرې پکې ونغاړه
لپه کړه لاسونه ، ملغلرې پکې ونغاړه

راشه رانږدې کړه دا ملهم ، پټۍ پټۍ غيږه
دا زما زخمي زخمي وزرې پکې ونغاړه

ژبه د توصيف په اسمان څٙکو څوکو واړوه
باز پکې راونيسـه، کوترې پکې ونغاړه

پنډ دې د خبرو بارومه په زړګي باندې
ته راته خوږې خوږې شکرې پکې ونغاړه

راوړه انقلابه!! يرغلګرو ته د اور څادر
دغه د أحزابو سرې لښکرې پکې ونغاړه

ژرنده د شعرونو څرخٙوه د تخيُّل په زور
شګې ترينه وشينده، ډبـرې پکې ونغاړه

دا ځلې قلمه په غزل کې د "حماد ماليار"
درد او فرياد مه ليکه ، سندرې پکې ونغاړه