د هغه کس کیسه ،چې د لویې لار په سر یې اغزي کرل

یو وخت یو بدخویه سړی دلويې لارې په سراغزي کرل ، ملګرو او لارویانو ملامت کړ ورته یې وویل دا مه کره کله چې بیا دا شنه او را لوی شي دخلکو پښې زخمي او کالي به ورڅیرې کړي.  سړي د ملګرو ونه منله کله ، چې خبره دحاکم تر غوږو ورسیدله راویې غوښت امر یې ورته وکا ، چې دا سمدلاسه وباسه سړی ورسره ومنله خو د ویستو خبره یې له یوې ورځې بلې هغې ته ځنډوله . اغزي راشنه شول بله ورځ حاکم راوغوښت ورته یې وویل ولې دې خپله ژمنه تر سره نه کړه اواغزي دې ونه ویستل . سړی عذر او زارۍ پیل کړې ویې وویل : محترمه یو څو ورځې مهلت راکه حاکم ورته وویل ته ، چې نن او سبا کوﺉ هغه ورځ به راورسیږي ، چې دغه بده او ناوړه ونه به ستره شوې وې او ته به زوړ ، کمزوری یې هیڅ به دې له وسه پوره نه وي . ډیر بې حسه ، غافل راته ښکاره شوې ، هله ژر کوه وخت مه ضایع کوه تبر راواخله داسې یې ووهه لکه څرنګه ، چې حضرت علي کرم الله وجهه د خیبر دروازه وایسته له دغه ځایه یو ښه بڼ ښکلی جوړ کړه ، چې یاران دې کله ورته راشي زړونه یې خوشاله  شي او دعا درته وکوي ته کټ مټ د دوزخي په څیر یې اوهغه دمسلمان ، مسلمان ته خوداسخته نه ده ، چې اور ووژني .