![د افغانستان غوره لیګ (APL) د لوبډلو د پلور لړۍ پای ته ورسېده](https://rohi.af/assets/uploads/old/40784915_2184237938497459_84400922024738816_n.jpg)
روهي (څلورنۍ/۱۴مه د وږي)، د افغانستان کرکټ بورډ او سنیکسر سپورټس لخوا د لوبډلو د پلور لړۍ په پایله کې پاتې درې لوبډلې هم وپلورل شوې، چې له جملې یې د کابل لوبډله د موریلي سپورټس، د ننګرهار لوبډله د پلس کپیټل او د کندهار لوبډله د اس بي سپورټس له لوري وپېرل شوې.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې د پکتیا لوبډله د وي راک موبایل او د بلخ لوبډله د لیجنډري من کمپنۍ له لوري اخیستل شوې وې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل د لوبډلو د امتیاز اخیستو لړۍ پر بشپړېدلو خوښي څرګنده کړه او ویې ويل: ((دا د افغانستان کرکټ بورډ او افغانانو لپاره یو ستر ویاړ دی چې د اې پي ال لړۍ یې په بریا سره په مخ روانه ده او دا دی ټولې لوبډلې یې وپلورل شوې، خو له بده مرغه افغان پانګوالو د لوبډلو په پېرلو کې ونډه وانخیسته، خو هیله ده د لیګ په پاتې لړۍ کې له بېلابېلو لارو په دغه ډګر کې ونډه واخلي.))
ښاغلی مشعل زیاته کړه: ((زه د لوبډلو له ټولو امتیاز لرونکو مننه کوم، چې په اې پي ال کې یې پانګونه وکړه، دوی پر ځای پرېکړه وکړه او په راتلونکو کلونو کې به دغه کار دوی ته ډېر ګټور وي.))
د افغانستان غوره لیګ (اې پي ال) د لومړي پړاو لوبې د روان زېږديز کال د اکتوبر په پنځمه پیل او د یادې میاشتې تر ۲۱ مې نېټې پورې به دوام ومومي او د لوبغاړو د پلور مراسم به هم د روانې سپټمبر میاشتې په پیل کې ترسره شي.