د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن ورځ پاکستان ته ځي

روهي (څلورنۍ/۱۴ د وږي)، د راپورونو په اساس د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو نن پاکستان ته په يو رسميی سفر ځي. له پمپيو سره په دغه سفر کې جنرال جوزیف ډانفورډ او نور لوړپوړي امريکايي چارواکي هم شامل دي.

د ټاکل شوې اجنډا اړوند؛ د ترهګرۍ سره مبارزه، پر پاکستان د امريکا ځنډېدلې مالي مرستې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به د بحث مسايل وي.

له هغه وروسته چې د عمران په مشرۍ تحريک انصاف ګوند په پاکستان کې واک ته رسېدلی دی، لومړی لوړپوړی امريکايي پلاوی پاکستان ته سفر کوي.

د روان ز کال په پيل کې د ولسمشر ټرمپ له توندو څرګندونو وروسته د دغه دوه هېوادونو ترمنځ اړيکې کړکېچنې شوې او امريکا پر پاکستان خپلې مالي مرستې وځنډولې.