پرېوتی انځور

 لنډه کیسه 
پرېوتی انځور
   دپروازلپاره یوازې پنځه دقیقې پاتې وې دالوتکې یوې ملازمې په اوردوژبه وویل چې ځانونه چمتوکړئ چې الوتکه پروازکوي ماهم له ځان سره دعاګانې پیل کړي کمربندونه مې وتړل اوپه ذهن کې مې دسعودي دسفر یوه خامه طرحه جوړه کړه که څه هم کاراوهرڅه مې قانوني وواوهلته مې ملګري هم لرل خوزړه مې په لړزه وو چې څه پېښه ونه شي شاوخواټول ملګري اوراسره نږدې ناست کسان مې له سترګوتېرکړل ټول نږدې دپاخه عمرکسان اوښځې وې چې دعمرې لپاره سعودی ته روان وو . خوزمانه یوه څوکۍ وړاندې یوازې یوځوانکی هلک اوورسره یوه ځوانه نجلۍ ناست وو چې څېرې یې له پرېشانیونه ډکې ښکارېدې
له پوره انتظاروروسته الوتکه په هواشوه اوډېرزرمودپېښورماڼۍ اوباغونه له سترګوپناه شول هواهم ورېځونیولې وه ټولوشاوخواکتل اوفکرونووړي وو خوزماپام همغه ځوان هلک اونجلۍ ته ووچې ددې ټولو بې پروايې یوبل ته حیران حیران کتل اوچوپه خوله وو . نجلۍ چې ټول ځان یې په سره سالوکې پېچلی وو اویوازې سترګې یې ښکارېدې اوس یې ورو ورو سالوله مخه ښکته کړټول مخ یې لوڅ شواویودبل سره يې خبرې پیل کړې خوددوی دخبروپه ځای زماپام دځوانې نجلۍ بې ساري ښایست ته اوښتی ووچې هرڅه یې دستایلووړوو اودیوې پېښورۍ پیغلې اوپېښوري ښایست ټولې ځانګړتیاوې په کې راغونډې شوې وې دنوروکسانوهم ورته پام وو خودوی چاته نه کتل یوازې یودبل لاسونوته به یې کله کله زورورکاوه هلک دومره ښکلی نه وو خو زړه راښکوونکې څېره یې درلوده یوځل یې خبروته هم ځیرشوم نجلۍ ښکلې اردوویله خوهلک به کله کله په کې ټکنی شواومعلومیده چې اردویې اصلي ژبه نه ده تریوڅه سفروروسته مې زړه صبرونه کړغاړه مې وراوږده کړه اوزړه مې راغونډکړ
وروره کوم ځای ته ځې ؟
په اد ب یې راوکتل اوپه پښتویې ځواب راکړ
کاکادوبۍ ته ځم موراوپلارمې غوښتې یوداراسره ناسته مې مېرمن ده ولې څه خبره خونه وه چې پوښتنه دې وکړه ؟
دهغه په دې خبره یوڅه وشرمید م اونجلۍ هم له شرمه ځان په سالوکې راغونډکړخوبیامې هم ځواب ورکړ
هسې ماوېل دکوم ځای یې ؟
بې له ځنډه یې وویل دلوګریم ژوندمې په کابل اوپېښورکې کړی خوښځه مې پاکستانۍ ده داڅومیاشتې مې دواده کېږي اوس موکډه دوبۍ ته تللې
ماهم پوښتنې بس کړې ددې پوښتنوپه خلاصېدونجلۍ هم زماخواته راوکتل په سترګوکې یې ویره اوښکلادواړه حس کیدل هغوی بیاپه خپلوخبروکې مصروف شول اونورموخبرې بس کړې دیوې ښکلې جوړې په اړه خیالونوډېرلرې دخپل کلي کورپه لوري وړی وم اودخوب څپه راباندې راغله نه پوهېږم څومره وخت به تېرشوی وو چې الوتکه ددوبۍ نړیوال هوايي ډګرپه سرراکږه شوه اودخدمتګارې خبروراویښ کړم ټول سره بېل شوودخپل یوه ملګري سره دهوټل په لورلاړم اوپه هغه کوټه کې مې واړول چې هغه راته نیولې وه خوپه ذهن کې مې لاهم همغه جوړه ګرځېده .
*****
دماخستن لس بجې به وې به هوټل کې له خپلې کوټې نه بهرپارک ته راووتم دڅراغونوپه رڼاکې هرڅه ښکلې ښکارېدل اونرم بادلاهم شپه ښکلې کړې وه ملګری مې هم لاتراوسه له کاره نه وو راغلی په تلفون یې راته ویل چې دلته یوڅه جنجال پېښ شوی اوډیرزربه راشي په همدې فکرونوکې وم چې رنګ راغی همغه ملګری مې وو چې نن یې زه په دې هوټل کې مېلمه وم ورته ومې ویل چې په کوټه کې مې زړه تنګ شوپه پارک کې ناست یم هغه هم وعده راکړه چې دلته راځي .
شېبه وروسته چې ګورم هغه راغی ددریوڅلوروکالونووروسته موسره لیدلی وو بیاموهم دورځې په څېرګرمه غاړه ورکړه خویوڅه پرېشانه وو له جوړپخیروروسته مې ترې دپریشانۍ پوښتنه وکړه .
حاجي خان محمده !خدای دې خیرکړي ولې پرېشانه يې؟
سوړاوسیلی یې وکړ
ورکوه یې لعنت دې په دې پیسوشي چې دیوجاژوندورته هېڅ هم نه ښکاري یوکابلي موپزه راپرې کړه
ورته ومې ویل ولې خیرت خودي ؟
ویې ویل موږدخپلې وطندارۍ په حساب ننګ ورباندې وکړخوڅه خبروو چې دومره مرده ګاوې په کې ده
تلوسه مې لازیاته شوه اوترې ومې پوښتل ولې پوره حال نه راته واېي
دتندي خولې یې وچې کړې اوخبروته یې دوام ورکړ
زموږپه کمپنۍ کې یوڅولنډغرعرب دي یوه چې ظاهراپه کمپنۍ کې مسولین دی خودنجونوکاروبارکوي یوه کابلي ورته دپیسوپه مقابل کې یوه ښکلې پېښورۍ راوستې وه خواوس یې چې قېمت له ویل شووپیسونه کم ورکړنو هلک شورجوړکړاوموږته یې ویل چې عربوخپله ښځه ورڅخه بېولې ده .اوپه موږیې ژړل
دسروېښته مې ورته نېغ شول
ریښتیا!؟
هونومرده ګاو وخاته
له یوې پېښورۍ نجلۍ سره یې هلته دمینې تاراچولی وو دې ته یې مجبوره کړې وه چې دوبۍ ته ورسره لاړه شي هلته کاروبارلري او واده به هم ورسره کوي نجلۍ ساده ده ورسره راغلې خودلته په راتلوسره سم یې دغه لنډه غروته وسپارله زه چې اوس هم دهغه نجلۍ شوراوزوږیادکړم زړه مې چوي خوڅه وکړم چې زورموبرابرنه وو
نجلۍ یې ورنه بوتله اودی یې پولیسوته حواله کړ
خدای خبرله دې وړاندې به یې داډول مینې څومره پاللې وي خوشرم یې افغانانوته پاتې شو په سترګومې توره تیاره راغله یوځل بیامې په ذهن توره تیاره راغله له پېښوره تردې ځایه دالوتکې سفراوزماترمخ ناسته جوړه مې په ذهن کې وګرځېده دنجلۍ مړاوې سترګې راته مخامخ ودرېدې دزړه له تاخه مې یوښکلی انځورپرېوت اوله خپل ملګري سره دګوټې په لور روان شوم .
۱۳۸۹-۵-۲۵
جلال ابادښار