
یو سوداګر له پخوا څخه هیله درلوده ،چې دسوداګرۍ لپاره هندوستان ته سفر وکړي کله ، چې دسفروخت رانږدې شو له خپلو وینځو او مریانوڅخه یې وغوښتل و چې هریو دې خپله اړتیا ووایي زه یې له هندوستانه ورته راوړم . هر یو ورته خپله اړتیا په خوشالۍ اوتلوار وویله ، دسوداګر مخامخ په قفس کې بند طوطي ته پام شو ورته یې وویل : تاته له هندوستان څخه څه راوړم ؟ ارمان دې راته ووایه . طوطي ورته وویل : کله ، چې ورسیدلې او دهغه ځای طوطیان دې ولیدل ، زما سلام ورته وکه ورته ووایه هلته ستاسې یو ملګری طوطي ډیر لېواله دی ،چې تاسې وګورﺉ خو تقدیر زموږ په لاس کې بندیوان کړی له تاسې څخه یې د خلاصون اولارښونې هیله درلودله ،ګیله یې کوله ، چې دا څه ډول دوستی ده ، چې تاسې دې په چمن کې ازاد ګرځي او زه دې هلته له غمه او خواشینۍ ومرم . کله ، چې سوداګر د هندوستان څنډو ته ورسید په دښته کې یې د طوطیانو یوه ډله ولیده ، خپل اس یې ورته ودراوه ، د طوطي پیغام او امانت یې ورته وسپاره د طوطیانو له منځه یو ولړزیده سمدلاسه راپریوت ساه یې په وتو شوه . سوداګر ، چې دا حالت ولیده له خپلې خبرې پیښمانه شو د ګناه احساس یې وکړ . ځان یې ګرماوه ، چې ولې مې دا کار وکړ دا لکه چې دوه بدنه او یوه ساه وه ددې بیچاره ژوند مې ورخراب کړ . خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ، له ژبې څخه ښايي په خپل ځای وړ او مناسب کا ر واخیستل شي ، که خبرې هر څومره د پنبې په څير سپینې او پستې شي بیایې هم په منځ کې داسې یو څه پیداکیږي ، چې د یو چا د کړاو لامل ګرځي . دا به څومره نادوده وي، چې سړی سترګې وتړي او خوله پرانیزي دغه مهال به ده ټولې نړۍ ته اور اچولی وي . یوه ترخه خبره نړۍ ورانولی اوله مړو ګیدړو څخه زمریان جوړولای شي هرسړی ځان ته دعیسی علیه السلام په سترګه ګوري خو چې کارو ته یې بیا وګوري یو وخت به دې ټپي کړی بیا به درباندې پټۍ ږدي ، که موږ له خپلو مخونو پراته نقابونه لیرې کړو هر سړی به خپل ځان دمیسح علیه السلام درجې ته ورسوي ، که غواړﺉ ،چې د شکرو په څیر خبرې وکړې نو په خبرو کې له تلوار څخه کار مه اخله ،صبر اوسوچ د لویانو له عادتونو څخه شمیرل کیږي . دا کوچنیان دي ،چې په خبرو کې له تلوار نه کار اخلي .
کله ، چې سوداګر خپل کارونه پای ته ورسول نو د خپل کور په لور راروان شو ، هرې وینځې او مریي ته راوړی سوغاتونه یې ور وسپارل طوطي ورته وویل : زما پیغام دې څنګه کړ ؟ سوداګر ورته وویل : زه والله پیښمانه شوم ، چې ستا پیغام مې هلته ورساوه زه څومره ساده وم ، چې ستا پر خبره مې فکر ونه کړ اوس ګوتې مروړم او ګټه نه لری . طوطي وویل : څه شي دومره پیښمانه کړې دا څه شی دی ،چې یې دومره اندیښمن او قهرولی یې ؟ سوداګر ورته د سترګو لیدلي حال داسې پیل کړ : کله مې ، چې د طوطیانو یوې ډلې ته ستا پیغام واوروه له دوی څخه یو یې ستا پر درد ډیر دردمن شو ، رنګ یې والوت لړزه پرې راغله سمدلاسه ومړ . هغه مهال زه پیښمانه شوم ، چې دا څه خبره وه خو هغه وخت پیښمانتیا څه ګټه درلوده اوبه له ورخه تیرې وې . پوه شه ، چې خبرې دغشي په څیر دي ، چې یو ځل له لیندۍ څخه ووت بیا هیڅ ګټه نه لري . سړی باید خپل ځان ګرم وشمیري . که یو څوک له دغه نړۍ څخه وکوچید که بیا ټوله نړۍ ورانه هم کړې نو د حیرانتیا کومه خبره نه ده . کله ، چې په قفس کې بند طوطي واوریدل ، چې هغه طوطي څه وکړل دی هم ولړزیده پر ځمکه راپریوت یخ کرخ شو . سوداګر ، چې کله دا حال ولیده رنګ یې زیړ شو خپل سر یې پر ځمکه وواهه ګریوان یې څیري کړ نور طوطي ته داسې لګیا شو اې زما خوش اوازه دا څه و څه دې وکړل ، څومره ښه غږ دې درلود که سلیمان علیه السلام ته دغسې مرغه په لاس ورغلای وای څومره به ورته خوشاله شوی وای دغه ژبه خو هم اور دی هوښیارتیا لکه خس خو دغه اور څو ځلې دا هوښیارتیا خوړلې اوس ویلای شو ، چې سوداګر څومره اوږدې خبرې وکړی څومره ځوریده نیمګړتیا کله له مینې اوکله له اړتیا رادمخه کیږي د سوداګر په زړه کې اور په لمبو شو هرې خواته یې بې ګټې منډې ترړې وهلې . سړی هر لور ته لاس اچوه که یو څه یې درمل شي ، وروسته له دومره هڅو او کوښښ څخه سوداګر مړ طوطي له قفس څخه راوویست او لرې یې وغورځاوه ،چې ګوری طوطی والوت او په مخامخ ښاخ ورته کیناست ، سوداګر له دغه ډول کار څخه حیران شو ویې پوښته ، چې دا څه چل دې راسره وکړ حال راته ووایه هغه هلته څه وکړل او تا دلته دا څه راز دی . تاخو دومره مکر وکړ ، چې موږ دې رښتیا ودردولو طوطي وویل : هغه طوطي په خپل کار ماته درس راکړ ، چې ته یې دخپل اواز لپاره بندې کړی یې خپل اواز بند کړه ، چې خلاص شې ومې غوښتل چې تاسې ته یو دوه درسه درکړم د خلکو اوازونه مه بندوﺉ هسې نه چې بیا به ستاسې اواز هم کله بند شي . طوطي له دغو دوو خبرو وروسته والوت او له سوداګر سره یې خداي په اماني وکړه ، سوداګر ورته په ځواب کې وویل ځه الله دې مل شه ماته دې اوس لار وښودله ده له ځان سره غوټه کړه ، چې دا زما لپاره یو ښه درس او روښانه لار ده زه له طوطي څخه په څه کې کم یم .