داولمپيک لوبې Olympic Games. نړيوال ورزش دی او د ورزش دمختلفو برخو کسان په کې ونډه اخلي او په هرو څلورو کلونو کې يو ځل جوړيږي دا لوبې د لومړي ځل لپاره په يونان Greeceکې رامنځته شوې او فرانسوی بييرفريدی بارون د 19 پيړۍ په وروستيو کې بيا راژوندۍ کړې او دلومړي ځل لپاره داولمپيک معاصرې لوبې په 1896 زکال کې پيل شوې او د دواړو نړيوالو جګړو ( 1916 ) او( 1944/1940 ) ز پر مهال بندې وې داولمپيک دلوبو ځای او نېټه : اتڼ Athens in 1896 ز ؛ پاريس Paris (1900) ز؛ سانت لويس St. Louis (1904) ز ؛ لندن London 1908 ز ؛ ستوکهولم Stockholm1912 ز ؛ بلجيم انتويرپن Antwerp1920 زکال ؛ پاريس Paris 1924 ز؛ امستردام Amsterdam 1928 ز؛ لاس انجلس Los Angeles, California 1932 ز؛ برلين Berlin 1936 ز ؛ لندن London 1948 ز ؛ هلسنکي Helsinki 1952 ز؛ ملبورن Melbourne 1956 ز ؛ روم Rome 1960 ز ؛ توکيو Tokyo 1964 ز؛ مکسيکو Mexico City 1968 ز ؛ مونشن Munich 1972ز ؛ مونتريال Montreal, Quebec 1976 ز ؛ مسکو Moscow 1980 ز ؛ لاس انجلس Los Angeles 1984 ز ؛ سيول Seoul 1988 زکال ؛ برسېلونه Barcelona, Spain1992 ز ؛ اتلانتا Atlanta 1996 ز ؛ سډنې Sydney2000 ز ؛ اتن Athens 2004 ز . ديونوموتو مشرانو په حضور کې پلازمينې پکين Beijingد اولمپيک د 29 دورې داسطوري لوبو پر پرانېستنه نړۍ ګوته پر غاښ کړه . دغه لوبې ، چې دروان مياشتې له 4 مې نېټې څخه پيل او تر 28 پورې به دوام کوي ، د204 هېوادو څخه ورته 10500 لوبغاړي راغلي دوی به په خپلو منځو کې په 28 لوبو کې 302 ميډالونو د تر لاسه کولو په موخه سيالي کوي . لوبه د ډهولونو په وهلو ،چې حاضرينو ته دچین تاريخ ورپه زړه کړي پيل شوه لومړی چينايي سينماتوګراف دخپل هنر دښودنې له کبله حاضرين هېښ کړل او دا خبره يې زمزمه کوله : چې ملګري له ډېره ليرې راغلي او موږ نيکمرغه يو . داولمپيک دغولوبو د تېریوهغو ريکارډ مات کړ هغه مهال په 2004 ز کې 15 ميليارده ډالر مصرف شوي وو خو په دغو لوبو کې نږدې 52 ميلیارده ډالر مصرفیږي . داولمپيک ډګر ته څېرمه سمبالونکوو 42 پنځه پوړيزه ودانۍ ،چې 3276 خونې او 16 زره کټونه به لري پردې سربېره به یو بڼ او يو ستر خوړنځای لري ،چې 5500 کسان به کې کار کوي ،چې دهر ملت او ذوق سره سم به 1000 ډوله خوراک تياروي . داولمپيک دلوبو لپاره نږدې 66 هکتاره ځمکه ځانګړې شوې ده دا په چين کې دنيکمرغۍ او بخت ورځ ده . د چين دخبري رسنیو له خولې په دغه ورځ په لسګونو زروخلکو دودونو بندوبست کړې او د ( شينخوا) خبري اژانس له خولې 16400 جوړو واده مراسم پای ته ورسیدل یوازې په شنګهای کې دهغو کسانو شمېر چې ودونه ېې کول 5000 تنه وو . د اګسټ په اتمه ډېرو چیناني مېرمنو دخپل زيږون لپاره په روغتونو نو کې خونې په کرايه نيولي هغوی ، چې کومه ستونزه ېې هم نه درلوده عملياتو ته هم چمتو وې
وروستي