د سلطان محمود او اياز کيسه ، چې په يوه پوستين اوکميس پسې يې کوټه بنده کړې وه او حسودانو هغه له زرو ډکه خزانه بلله
اياز ، چې د سلطان محمود ګران مريې و ، د خپلو حاسدانو د معلومولولپاره يې يوه کوټه بنده ساتله او قوی کولپ يې ورته اچولی و ، په کوټه کې د هغه جامې او پوستين راځوړند و ، او نوره تشه وه ، څو کسان سلطان ته راغلل ورته يې وويل : اياز يوه کوټه کولپ کړې او ښکاري چې ښه ډير سره او سپين زر يې په کې ساتلي دي . دا کوټه دومره محرمه ده ، چې اياز يې هيچا ته هم نه پرانيزي نو ښکاري ، چې اياز خپله پټه پانګه په کې خوندي کړې ده ، سلطان په دې خبره حيران شو ، چې زه پر اياز دومره مهربانه يم هر څه مې د هغه دي تر ټولو يې ډیر نازوم نو دا ولې ؟ هغه هر څه له مانه پټ ساتلې نو يو اعتباري درباري یې وګوماره ، چې له خپلو ملګرو سره په پټه هغه کوټې ته ورشي او ور یې پرانيزي وګوري ، چې هلته څه دي ؟ درباريان د شپې ولاړل ، خوشاله و ، چې پر خزانه به ورپېښ شي . دوی فکر کاوه ، چې ایاز خو پر سلطان ډير ګران دی نو نه یوازې سره زر بلکې ډیر لعل ، یاقوت ، زمرد او عقيق به هم هلته پټ وي موږ به لږ لږ ترې پټ کړو او نور به سلطان ته وروښایو س. سلطان له ځانه سره خفه و ، چې له ایاز سره دومره مینه لرم او هغه په مینه کې بې وفايې وکړه بيا يې له ځان سره په فکر کې شو نه له اياز څخه د داسې کار تمه نه شې کیدای هغه ډیر سپيڅلې دي او بیا ورځه که هغه دا کار کړې هم وي څه پروا کوي هغه خو پر ما ډیر ګران دی زما هر څه د هغه دي او پر هر هغه چا ، چې زه مین بدګوماني کول ښه کار نه دی هغه که روا يا ناروا څه کړي وي ما ته منظور دي اياز تر ټولو هوښیار ښکلي او محبوب دی هغه دومره پاک دی لکه پر اوو سیندونو ، چې وینځل شوې وي هغه زما پاچا دی بلکې هغه ماته پاچايي بښلې ده د هغه ښکلا بې حده زیاته ده . زه باید د اسمانونو او ځمکو په اندازه بیان ولرم ، چې د هغه ښکلا توصيف کړم خو بیا هم کمه ده زما زړه د هغه په خفګان ماتيږي او دا چې نن مې پر هغه بدګوماني وکړه ښکاري ، چې لیونی شوې یم و درباریان کله ، چې له ډیره حسادته پټې کوټې ته ورسیدل نو داسې و لکه ابليس چې ادم عليه السلام ته په حسادت کې له سجدې منکر شو دا د خاورو جوړ بنده څه دی ، چې زه د خدای مقربه پرښته او له اوره جوړ موجود ورته سجده وکړم زه خپله دلته د هر څه مالک يم . دا څوک دی ، چې زه ورته ځان راکوز کړم د سلطان محمود درباريانو هم غوښتل ، چې د اياز مرتبه راښکته کړي نو ځکه په ټول زور سره د کوټې د وره شاته ودريدل ، چې ګوري کولپ ډير زورور دی نو باوري شو ، چې دلته لویه خزانه پټه ده . دروازه يې په زور پرانيسته او په خالي کوټه کې ودريدل ، جامې او پوستين يې راوغورځول خو تر شا يې هیڅ هم ونه موندل بيا يې د تشې کوټې غولی وکينده . ديوالونهيې هم سوري کړل خو هيچرته څه شی نه و . دوی لکه په بيابان کې ، چې تږی سراب وويني او یا لکه وږی ماشوم ،چې شرينۍ پسې ګرځي داسې هرې خواته ګرځيدل . خو هیڅ یې نه موندل . د دوی دحرص مرغانو دانه نه موندله او د ایاز دې کار ته حیران و بیچارګان په تشو لاسونو او خالي کڅوړو سره دربار ته راستانه شول پاچا ورته وویل : څه خبره ده ؟ لاسونه او کڅوړې مو ولې تشې دي که زر مو پټ کړې وي نو په څيره کې مو خوشالې ولې نه شته ؟ ځکه هر چا چې زر ترلاسه کړې دي یا يې شریني خوړلې وي څه نښې يې په څيره کې وي . دوی په ډيره پښېمانۍ وويل : موږ نه پوهيږو ، چې څه ووايو اوس مو که وينې وبهوې هم کمه ده . موږ دهر ډول سزا وړ یو څه چې ته فرمايي . موږ بدګوماني کړې وه . په کوټه کې هیڅ هم نه و موږ نه شو کولای خپل سپيناوې وکړو ستا رسۍ او زموږ غاړې پاچا وويل زما پر محبوب مو بدګومان وکړ دا لوی جنايت دی تاسو زما اعتماد ته زيان ورساوه تاسو د سلطان پر وفا او ښکلي مريې باندې تهمت وکړ زه څوک يم ، چې تاسې ته سزا ورکوم زما محبوب او ګران اياز پردې ښه پوهيږي چې تاسې ته څه سزا ورکړې بيا یې نو اياز راوغوښت او ورته يې وويل : اې له تهمتونو پاکه ايازه ؟ که هر څومره بدګومانۍ یو ځای شي او د دنيا پلټونکې ستا سيرت او صورت وپلټي په تاکې به بدي پيدا نه کړي . دغه بدګومانه درباريان تاته درسپارم څه چې غواړي له هغو سره یې وکړه یا سزا ورکړه يا يې وبښه خلک تر ازموينو وروسته شرميږي زه پوهيږم ، چې ته په علم او حلم کې بې سياله يې يا په خپل علم سزا ورکړه او يا يې په خپل حلم وبښه مريې اياز ورته وويل : اې سلطانه ! زه په حقيقت کې هماغه تشه جامه او پوستين يم دا ستا د لطف نظر دی ، چې ارزښت راکوی زما هستي پریوې جامې او پوستين نه ارزي زه ، چې هر څه یم ستا له برکته يم څوک چې د يوې مڼې په قدر نه پوهیږي که ټول بڼ ورکړی هیڅ دی اوکه څوک د دوو غنمو په قدر پوه شي هغه د انبار په قدر پوهیږي څوک ، چې دخپل څښتن پر نعمت شکر ونه باسي هغه په ږيره کې هغه خلي ته ورته دی ، چې باید لری وغورځول شي سلطان وویل : دغه درباريان ستا ملامت دی .که وايې زه یې وژنم خوپر هغو درحمت باران ووروه او که یې وبښئ نو احسان به دې وي . بښنه د لویو خلکو کار دی ستر انسانان حسادت نه کوي د لويو ارواوو نښه لوی کارونه وي او باطلې ارواوې پربدو کارونو سر کیږي اوس نو په خپله پریکړه وکړه اې ايازه ! دوی ته زر د دوی عاقبت وروښیه ځکه انتظار په خپله لویه سزا ده ایاز سلطان ته وويل : ته چې دلته یې زه به د پریکړې څه واک ولرم کله ، چې لمر راوخیژي ستوري ورکيږي .
زه ستا په وجود کې هيڅ هم نه یم زه د یوه کميس او پوستين ارزښت هم نه لرم حاسدانو په ویاله کې وچه لوټه لټوله او پرمايې بدګوماني کوله موږ هر یو پر ځان د ريا پوست هوار کړی موږ که دغه پوستکې وڅيرو اصليت به مو ښکاره شي موږ د ظاهر خبرې ډیرې کوو خو په باطن کې مو اصليت بل ډول دی . زما دکمیس او پوستین راز هم دا دی ،چې وښیم موږ خپل اصل په غولونکو ظواهرو پت کړی دی سلطان ورته وویل مریتوب پرتا ښه ښکاري ستا د شخصیت رڼا له ډیرو ازادو خلکو څخه زر د انسانیت هسک ته رسیږي ستا بنده ګي د زنده ګي لپاره زيری دې او د ډیرو ازاده ګانو لپاره ستا غلامي د حسادت موجب ده . ښه مومن هغه دی ، چې په هره لوړه ژوره کې یې کافران پر ایمان حسرت وکړي .
وروستي