د اګزما (Eczema) ډولونه او درملنه (وروستۍ برخه)

د اګزما (Eczema) ډولونه او درملنه (وروستۍ برخه)
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د همدې ژباړې په لومړۍ برخه کې مو د پوستکي د دغه ناروغۍ يا اګزما (Eczema) پېژنده، نښې - نښانې او لاملونه درته په ګوته کړل. په دويمه برخه کې په دې خبرې کوو، چې اګزما (Eczema) کوم ډولونه لري؟ کوم برخې تر بريد لاندې نيسي او درملنه يې څنګه کيږي؟

۴- د اګزما (Eczema) ډولونه:
- آتوپېک اګزما Atopic dermatitis: آتوپېک اګزما د پوستکي ناورغۍ هغه اوږد مهاله ډول دی، چې له ماشومتوب څخه را پيدا کيږي. د اګزما (Eczema) په ډولونه کې دغه ډول تر ډېره عام ډول دی. کله چې خلک د اګزما (Eczema) په اړه خبرې کوي، نو په حقيقت کې د اګزما ناروغۍ د دغه ډول يا آتوپېک اګزما Atopic dermatitis په اړه خبرې کوي.

د آتوپېک اګزما Atopic dermatitis يوه ځانګړنه دا ده، چې له شيدي خوړونکي ماشوم څخه بيا تر پنځه کلنۍ پوري ماشومان ډېر پرې اخته کيږي. د اګزما دغه ډول په ځوانانو او لويانو کې کم دی. آتوپېک اګزما Atopic dermatitis د ماشوم د وجود په هره برخه را څرګنديږي. د اګزما دغه ډول د ماشومانو په تندي، مخ، لاسونو، پښو او په غټو رونونو ډېره پيدا کيږي. د اګزما په دې ډول کې پوستکی سور وي، خارښت کوي او پوټکي اچوي.

د آتوپېک اګزما Atopic eczema يوه خطرناکه ځانګړنه دا ده، چې ښايي د ژوند تر پای پوري له اغېزمن کس سره پاتې شي.

- ډېشيدروټېک اګزما Dyshidrotic eczema: د اګزما په دغه ډول کې د پوستکي لاندې له مايعاتو ډکې کڅوړې يا تڼاکې را پيدا کيږي. په دې حالت کې اګزما د لاس په ورغوي، د پښو او لاسونو د ګوتو ترمنځ او پوندو باندې را پيدا کيږي. که چېرې د اګزما دغه ډول په وخت درملنه نه شي، نو د زيات پړسوب سبب کيږي. ډېشيدروټېک اګزما Dyshidrotic eczema د نارينه په پرتله په ميرمنو کې ډېره ده. د اګزما دغه ډول هغه وخت پيدا کيږي چې پښې او لاسونه د ډېر وخت لپاره په اوبو کې پاتې شي، له اوسپنو او نورو څېزونو سره په تماس کې وي.

- نومولر اګزما Nummular eczema: د اګزما درېيم ډول د نومولر په نوم ياديږي. نومولر اګزما د لاسونو په مړوندونو او لينګي پيدا کيږي. په نومولر اکزما باندې ډېر عمر لرونکي نارينه او ځوانې ميرمنې اخته کيږي. هغه وخت چې هوا يخه او هغه کسان چې وچ پوستکی ولري نو دغه ناروغي ژر پرې اغېز کوي.

۵- د اګزما (Eczema) درملنه:
د اګزما (Eczema) د درملنې لپاره تر ټولو لومړی دا اړينه ده، چې د ناروغۍ ډول او شدت وپېژندل شي. هر کله چې ډاکټر د اګزما ډول او شدت پيدا کړي، نو بيا د ځانګړو کريمونو، انټي بيوټيک درملو، پيچکارۍ او نورو ملهمونو په واسطه يې درملنه کيږي.

په دې پار چې د اګزما له ناورغۍ خوندي اوسئ او يا منځ ته راغلې اګزما درملنه کړئ، نو د خپل پوستکي لپاره بايد متوجې ووسئ. لوند لباس اغوستل، په نمجنو څېزونو خوب کول او له اوبو سره ډېر تماس د اګزما لامل کيږي او په مخنيوی سره يې دغه ناروغي له منځه ځي.

د اګزما ناروغانو ته ډاکټران دغه لاندې درمل د درملنې لپاره توصيه کوي:
Eucrisa (crisaborole 2% ointment)
Dupixent (dupilumab), an injectable drug
Antihistamines to control itch
Prescription or over-the-counter moisturizers
Antibiotics to treat infections that may arise