
روهي (جمعه/۹ د وږي)، د هالنډ د پارلمان غړی او سياستوال گریت ویلدرز له هغې پلان شاته شو، چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د کارتونونو د سيالۍ تبيه يې نېولې وه.
گریت ویلدرز ويلي دي، چې د تاوتريخوالي د زياتېدو او د مسلمانانو د غوسې او سختو غبرګونونو وروسته يې خپل پلان او سيالي لغوه کړې ده.
دغه هالنډي سياستوال ويلي دي، چې د اسلام پر وړاندې يې شخصي مبارزه دوام لري او هغه به خوشي نه کړي.
د افغانستان په شمول د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د هالنډي سياستوال دغه چارې غبرګونونه راپورته کړل او حکومتونو په رسمي ډول له هالنډ غوښتنه وکړه، چې د دغه کار مخه ونېسي.