په ويتنام کې د امريکا له جګړې ژوندی راووتی پخوانی سناتور جان ميکن وپېژنئ

په ويتنام کې د امريکا له جګړې ژوندی راووتی پخوانی سناتور جان ميکن وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
جان سېدني ميکن د اګست په ۲۹مه نېټه په ۱۹۳۶ ز کال کې د پانما کانل زون په سيمه کې زېږدلی وو. نوموړي په ۱۹۶۵ ز کال کې له (کرول شېپ) سره وداه وکړ او په ۱۹۸۰ کال کې يې طلاق ورکړ. جان ميکن د ديوم ځل لپاره له (سېنډي هېنسلي) سره واده وکړ او اوس اووه اولادونه لري. د جان ميکن پلار او نيکه دواړه د امريکا د بحري پوځ افسرانو وو او د سترجنرالې رتبې يې اخېستې وې.

زده کړې:
جان ميکن په ۱۹۵۱ کال کې د ښوونځي دورې زده کړې پيل کړې. نوموړي خپلې زده کړې له ښوونځي وروسته په پوځي او هغه هم په بحري برخه کې تر سره کړې دي. جان ميکن د بوکس په برخه کې هم زده کړې او عملي روزنه لېدلې وه او يو ښه بوکسر هم وو.

دا چې د جان ميکن کورنۍ او په ځانګړي ډول سره د نوموړي پلار او نيکه هم د بحري پوځ جنرالان وو، نو جان ميکن هم خپلې زده کړې او هم خپلې لومړنۍ دندې په همدې برخه کې تر سره کړې وې.

په ويتنام کې د جګړې او زندان دوره:
هغه وخت چې په ۱۹۶۰مو کالونو امريکا په ويتنام پوځي بريد کړی او هلته جګړه روانه وه، نو جان ميکن د امريکا په پوځ کې د هوايي پېلوټ دنده تر سره کوله. په ۱۹۶۷ ز کال کې چې جان ميکن په ويتنام کې د دغه هېواد په پوځ باندې خپل ۲۳م هوايي بمبار کولو، نو الوتکه يې په مزيل ووېشتل شوه او نوموړی ټپي شو. له ټپي کېدو سره سم جان ميکن د ويتنام د پوځ له خوا ونېول شو او په زندان کې واچول شو.

د جان ميکن د ټپي کېدو او نېولو په وخت کې د نوموړي پلار په ويتنام کې د امريکا د بحري ځواکونو قومندان وو. په زندان کې د سختو ټپونو سره - سره جان ميکن حاضر نه شو، چې د ويتنام پوځ ته د امريکا په اړه پټ مالومات ورکړي. همدغه چارې جان ميکن ډېر مشهور کړ او د امريکايي ورځپاڼو سرليک يې جوړ کړ.

دغه امريکايي پوځي د ويتنام په روغتونونو کې شپږ مياشتې تېرې کړې او درملنې وروسته زندان ته ولېږل شو. د زندان په دوره کې نوموړي ته سختې شکنجې ورکړل شوې دي او ويل کيږي، چې طلايي رنګه وېښتان يې د شکنجې په همدې دوره کې سپين شول. داسې هم ویل شوي دي، چې د ويتنامي پوځ له خوا به هر دوه ساعتونه وروسته نوموړي ته سخته شکنجه ورکول کېدله.

په ۱۹۶۸ ز کال کې د جان ميکن پلار په ويتنام کې د ټولو امريکايي پوځيانو عمومي قومندان وټاکل شو. جان ميکن له پنځه کاله او شپږ مياشتې بند وروسته ازاد شو، خو داسې ټپي شوی وو، چې د عمر تر اخير يې لاسونه له سر لوړ نه شول پورته کولی.

دندې:
د امريکا په پوځ کې د کالونو دندو او چوپړ وروسته جان ميکن له ۱۹۸۷ ز کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري د امريکا به مشرانو جرګه کې سناتور وو. د يادونې وړ ده چې نوموړی په ګوندي ډول د جمهوريت غوښتونکو غړی او مهم کس وو. جان ميکن په ۱۹۹۹ او په ۲۰۰۸ ز کال کې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو نوماند وو، خو دواړه ځلې يې ماته وخوړه.

مړينه:
جان ميکن د ۸۱ کالونو په عمر د روان کال د اګست مياشتې په ۲۵مه نېټه په امريکا کې د مغزو د سرطان د ناروغۍ له امله ومړ.