د اګزما (Eczema) بدرنګه کوونکې ناروغي وپېژنئ (۱- برخه)

د اګزما (Eczema) بدرنګه کوونکې ناروغي وپېژنئ (۱- برخه)
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ویال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
۱- د اګزما (Eczema) پېژنده:
اګزما (Eczema) د پوستکي ناروغي ده، چې Dermatitis هم ورته وايي. اګزما (Eczema) د انسان د پوستکې د ناروغيو هغه ګروپ دی، چې پوستکی په کې التهاب اخلي، سور کيږي، خارښت کوي او د لا نورو ستونزو لامل کيږي.

۲- د اګزما (Eczema) نښې - نښانې:
اګزما (Eczema) د پوستکي ناروغي ده او نښې يې هم په پوستکي باندې راښکاره کيږي. اګزما (Eczema) بېلا بېل ډولونه لري، چې د همدې ډولونو په اساس يې نښې هم توپير کوي. اګزما (Eczema) د پوستکي په ټولو برخو؛ خو په ځانګړي ډول پر مخ، پښو، لاسونو او د وجود په لوڅو برخو راښکاره کيږي. د اګزما (Eczema) ناورغۍ عمومي نښې - نښانې په لاندې ډول دي.

- د پوستکي سخت خارښت Severe itching: هغه برخه چې اګزما (Eczema) پرې اغېز کړی وي، د ناروغۍ له انکشاف او راښکاره کېدو وړاندې د بريد لاندې ځای سخت خارښت کوي. دا خارښت ښايي د ورځې او شپې په هر برخه کې وي، او په ګرمه هوا کې يې تکليف ډېر وي.

- وچ پوستکی Dry Skin: د همدې ناروغۍ يو بله نښه د پوستکې وچوالی دی. دا چې د اګزما (Eczema) د بريد لاندې برخه خارښت کوي، نو لامل يې وچوالی دی. په بادينه هوا کې پاتې کېدل او بهر کې ګرځېدل د پوستکي وچوالی لا پسې ډېرېدلی شي.

- شاړ پوستکی Rough Skin: د اګزما (Eczema) بله نښه د پوستکي زېږوالی دی. د پوستکي دغه ناروغي په پوستکې باندې داسې اغېز کوي، چې هرکله د لاس په وسيله لمس کيږي، نو د پوستکي هوارې سطحي پر ځای به لوړې - ژورې حس شي.

- په پوستکي تڼاکې ‌Blister on Skin: هر کله چې اګزما (Eczema) شديده وي، نو له پورته يادو نښو پرته پر پوستکي تڼاکې راپيدا کيږي، چې دننه يې له اوبو څخه ډک وي. دغه نښه په هغه وخت کې راڅرګنديږي، چې اګزما (Eczema) په وروستيو پړاونو کې وي.

- پر پوستکي د پوټکو را پيدا کېدل Oozing of Skin: لکه څه ډول چې د پوستکي زيږوالی د اګزما (Eczema) نښه ده، نو په سخت حالت کې دغه زيږوالی په داسې يو حالت بدليږي، چې پوستکی کوچني پوټکي اچوي.

- د پوستکي سوروالی Red Skin: د خارښت له امله او يا هم پرته له خارښت څخه د پوستکي رنګ د اګزما (Eczema) په وخت کې سور وي.

۳- د اګزما (Eczema) لامولونه:
هغه څېړنې چې د پوستکي د دغه ناروغۍ يا د اګزما (Eczema) په اړه تر سره شوې دي، نو ځانګړی لامل يې نه دی په ګوته شوی. ډاکټرانو او ساينس پوهان دوه شيان د دغه ناروغۍ د لاملونو په توګه پېژندلي دي.
- لومړي: د اوسېدو چاپيريال او ځای
دويم: د انسان د خپل وجود جنونه genes

هغه چاپيريال چې انسان په کې ژوند کوي او اړونده نور څېزونه د اګزما (Eczema) لومړی لامل دی. لکه په څه ډول چې د انسان پوستکی له خپل چاپيريال څخه د پوستکي الرجي يا حساسيت پيدا کوي، نو په همدې ډول سره اګزما (Eczema) هم د چاپيريال څخه اغېزمنه ده.

د اګزما (Eczema) بل عمده لامل د انسان د وجود دننه خپل جنونه genes دي، چې د غېرې نارمل فعاليت له امله يې اګزما (Eczema) را پيدا کيږي.

نور په دويمه برخه کې ............ږ