ســــــتا د ليدو خيـــــال مې په خـــــپل خيال کـــې جوړولو
ســـــــتا زړه مـــې آيينې غــــــوندې لـــــــــه کاڼو نه تراشلو
انـــځور مـــې ستـــــا ښايست و په نسيم کــــــې د سپرلي
شــــفق غـــــوندې ﻻله کــــې مـــې سهار مـــــاښـــام ليدلو
بورا چــــــــې بيړنی شــــــو ،کـــــوم څه يـــې ويل ګلاب ته
ايــــــــله زه دومـــــــــره پوه شوم چې ســــتا نوم يې يادولو
مــــــــچۍ وې پــــــــرې راټولــــــې د ګـــــلانــــــو په ګلپاڼو
ګـــــــــــلابو له وږمـــــــــــونه يــــــې ســـــــتا نــــوم راټولولو
يووخت مې دې ته پام شوچې مې خيال نه و په خيال کې
دا خـــــيال مــــــې ليـــــونـــــی و چــــې لــه خياله تښتيدلو
تلوار و زما داوښکــــــو چــې يې خيال کــــړو را نيمګړی
ګـــــني د زړه پــــــه بڼ کـــــــې ((غرڅنۍ)) ته رســــيدلــــو
وروستي