طلوع تلويزيون د پکتيا امنيه قومندان له قوله خبرداری ورکړی چې طالبان د پکتيا په مرکز ګرديز د ډله اييزو بريدونو تصميم لري او دغه ښار د لوی امنيتي ګواښ سره مخ دی، امنيه قومندان په ګرديز کې د امنيتي ځواکونو له کموالي انديښمن دی او له مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه کوي. دغه راپور خلک په تشويش کې اچولي او په ګرديز کې د ويرې له وجې ځينې مارکيټونه او دفترونه تړل شوي.
خو د پکتيا امنيه قمندانۍ رسمي فيسبوک پاڼه باندې د طلوع تلويزيون خبرې رد شوې او ليکل شوي چې پکتيا کې هيڅ ډول امنيتي تهديد شتون نلري، خلک دې هيڅ ډول خطر نه محسوسوي او د يوې پوښتنې په ځواب کې د امنيه قمندانۍ وياند سردار ولی تبسم ليکلي دي چې د امنيه قومندان خبرې غلطې انعکاس شوې.
دغه ضد او نقيض خبرونو ته ځايي خلکو خپل عکس العمل ښودلی چې يا خو د طلوع راپور بې بنسټه دی او يا د امنيه قمندان له خپلې خبرې اوښتې. دوی وايي چې له هغو کسانو دې کشفي او استخباراتي ارګانونه پلټنې وکړي چا چې د پکتيا د سقوط خبر خپور کړی.له دوي نه دې پوښتنه وشي چې خبر يې له کومې سرچينې موندلی. دوی ګيله کوي چې ځينې منفي ګرايان په لوی لاس د وسله والو پام پکتيا ته را اړوي، د پکتيا د ولس او امنيتي ځواکونو روحيه او مورال کمزوری کوي او د تشويش سره يې مخ کوي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو درستيزوال روح الله خليل اوغلی هم دغه خبر ته غبرګون ښودلی او يو رسنيز کانفرنس ته يې ويلي چې پکتيا ته هيڅ ډول ګواښ ندی متوجه او هر څوک چې په پکتيا د بريد خبره کوي دا د هغوی شخصي نظر دی. هغه د پکتيا اوسيدونکو ته ډاډ ورکړو چې خپلې ورځنۍ چارې په ډاډه زړه تر سره کړي. د پکتيا د ولايت مقام هم دغه ډول خبرونه په کلکه رد کړي او وايي چې د هر ډول حالت په وړاندې کلک چمتوالي موجود دی.
که د طلوع دغه خبر ناسم وي نو د دغه ډول غلطو خبرونو نشرول د ژورناليزم د مسلک او د وطن سره لويه جفا ده ځکه چې د داسې غلطو راپورونو له وجې خلک له روحي تکليف او لوی مالي تاوان سره مخ کيږي.
وروستي