ليک او څيړنه: اسماعيل زاهد
په پکتيا کښې امنيت نشته، صحي اسانتياوې نشته، تعليم نشته، برق نشته، سرکونه نشته، تعليم نشته، اوبه شته خو د ځمکو د خړوبولو سيستم او زراعت نشته، سياحت ته پاملرنه نشته، بيکاري اوج ته رسيدلې او خلک په دولت او نا اهله مشرانو بې باوره دي.
پکتيا وال د علاج د اسانتياوؤ نه بې برخې دي او لرې پرتې سيمې خو پريږده چې د پکتيا د مرکز ګرديز يواځنئ ملکي شفاخانه هم نه د سي ټي سکين او ايم آر آئ سهولتونه لري او نه هم د مريضانو د خدمت لپاره پوره ډاکټران او نرسان لري.
د پکتيا خلک د تعليم په برخه کښې او په خاصه توګه د نجونو د تعليم په برخه کښې د افغانستان تر نورو ولايتونو ډير وروسته پاتې دي. په ټولې پکتيا کښې د ګوتو په شمير د نجونو ليسې شتون لري د پکتيا يواځنی پوهنتون هم نه منظم استاذان لري، نه د عملي کار کولو لپاره وسائل، ريسرچ سنټر، کمپيوټر ليب او معياري کتابتون لري، نه د نورو پوهنتونونو په څير ديوالونه .
د پټيو د خړوبولو او زراعت په برخه کښې هيڅ کار نه دې شوی، د مچلغو د بند جوړيدل لا هم هماغسې يو خوب دی او پکتيا وال د تيرو څو کالو راهيسې يواځې د برق غير معياري ډانګو او تارونو ته ګوري خو هغه هم برق نه لري.
د پکتيا اکثره سيمې د پخو سرکونو د نشتوالي سره مخ دي او د يو شمير جوړو شوؤ بې کيفيته سرکونو وضعيت هم انتهايي خراب دی په خاصه توګه د هغه سرک چې پکتيا د ګاونډي هيواد پاکستان سره نښلوي. په دغو سرکونو د پلونو د نه شتون له وجې د بارانونو په وخت کښې د غرونو اوبه او کاڼي د سرکونو مخه کوي او اولسي خلک او موټرو چلوونکي د سختو ستونزو سره مخ وي. که څه هم پکتيا يو اهمه سرحدي سيمه ده خو تر اوسه پورې هيچا هم د شهر ِنو او غلام خان د بندرونو غم نه دی خوړلی او پکتيا وال مجبوره دي چې د خپل نږدې سرحد د کارولو پر ځاي په سوونو کلو ميتره لرې د تورخم د رسمي بندر نه استفاده کوي.
پکتيا يو وخت د سياحت لپاره ډيره په زړه پورې سيمه وه او د پکتيا قدرتي ښکلا نړيوال شهرت درلود ځکه چې پکتيا پخوا غټ غټ ځنګلونه لرل چې د کورنيو او بهرنيو جنګونو په وخت له منځه تللي د ځينې پاتې ځنګلونو وهنه اوس هم ادامه لري او تر اوسه نه دولت او نه بل چا د پکتيا لغړو او بې ونو غرونو او ډاګونو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.
د پکتيا امنيتي وضعيت هم ورځ تر بلې پسې خرابيږي او ملکي خلک د دولت او مخالفينو د جنګونو او ډز ډوز له وجې نورو ولايتو او پلازمينې کابل ته په کډه کولو مجبور شوي دي.
وروستي