د اتمر صیب قرباني!

اتمر نه له اروپا راغلی نه له امریکا، او نه هم له بل ځای څخه اتمر ددې وطن اصیل بچی دی چې دا څلوېښت کاله یې د وطن د دفاع په خاطر د پرديپالو په وړاندې مبارزه کړې چې لویه قرباني یې هم د پښې ژوبلېدل دي.
اتمر د چوکۍ وږی ندی خو د ملي ګټو د ساتنې په خاطر له هېڅ راز مبارزې لاس نه اخلي.

اتمر چې نن ورځ د نړۍ په کچه دومره محبوب دی دلیل یې هېوادنۍ مینه ، ولس سره مینه، ددې خاورې له لوېش لوېش سره مینه ده.

د اتمر صیب چوکۍ تر هر چا لوړه وه خو د خپلې شخصي ګټې به خاطر یې بغاوت ونکړ، د خپلو شخصي غوښتنو د پاره یې نظام ونه ګواښه.

که چېرې اتمر صیب یو غږ کړی وای نو نن به میلیونونه خلک سرکونو ته راوتلی وای. خو اتمر صیب دا کار ونکړ ځکه چې موخه یې قدرت نه بلکې د ولسونو هوساینه ده، دا زموږ د پاره د ویاړ خبره ده چې افغانستان داسې اصیل بچی لري چې نوم یې د هر افغان په خوله دی. د نړۍ په تاریخو نو کې تاریخي اشخاص ‌‌‌‌‌‌ډېر لږ لیدل کېږي چې ددې ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه اتمر صیب هم یو هغه شخص دی چې ساری نه لري.

د ولس تر منځ باور، په داخلي او خارجي کچه په اتمر صیب باور هم وړه خبره نده. اتمر صیب د تاریخ هغه ځلانده څېره ده چې موندل یې ناممکن دي او باید چې سخت ملاتړ یې وشي تر څو مو د نظام د بقا په خاطر لا ‌‌‌‌‌‌ډېره لاره هواره شي.