(پروان کارته او خواجه بغرا) د جمعيت د نفوذ سيمې او د پښتنو وژل کېدل

(پروان کارته او خواجه بغرا) د جمعيت د نفوذ سيمې او د پښتنو وژل کېدل
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د هېواد په ټولو ولايتونو او په ځانګړي ډول سره مرکز کابل کې به ګوته شوې يا هدفي وژنې ډېرې شوې دي. هدفي وژنې چې د دولت د مخالفو وسله والو ډلو، مافيايي کړيو، وسله والو غلو او نور مجرمينو له خوا تر سره کيږي، په سختۍ يې عاملين پيدا او پېژندل کيږي.

په تېرو څو مياشتو کې په کابل ولايت کې نېږدې تر سلو هدفي وژنې تر سره شوې دي. په يادو هدفي وژنو کې په ګوته شوې پېژندل شوې څېرې هم وژل شوې دي.

نېږدې يوه مياشت وړاندې د کابل په پروان کارته يا کارته پروان سيمه کې د افغان وسله وال پوځ پخوانی جنرال زلمی وردګ ووژل شو. زلمی وردګ د کابل ښار په يوې داسې امن لرونکې سيمه کې ووژل شو، چې دولت وسله وال مخالفين په کې نفوذ او شتون نه لري، خو مافيايي ډلې او نورې جنايي کړۍ په کې واکمنې دي. زلمی وردګ په خپل کور کې ووژل شو، چې قتل کوونکي يې له سيمې وتښتېدل او حکومت يې پر وړاندې جدي پلټنې نه کوي او که چېرې يې تر سره کړي هم وي، خو د هدفي وژنو سرلارې د ولس له سترګو پټ ساتي.

د جنرال زلمي وردګ د مرګ به مياشت نه وي تېره شوې، چې تازه تېره ورځ د کابل ولايت په خواجه بغرا نومي سيمه کې د هوايي پوځ دوه پيلوټان په شنه سهار د خپلو کورونو سره نېږدې ووژل شول. وژل شوي پېلوټان يې؛ يو احمد شاه احمدزی او بل يې محبوب الحق صافی نومېده.

که چېرې په ډيموګرافيک ډول سره وکتل شي، نو د کابل ښار په خيرخانه مېنه، شمالي سرای، پروان کارته او خواجه بغرا د جميعت ګوند د نفوذ سيمې دي. په دغه سيمه کې له وړاندې هم داسې راپورونه خپار شوي وو، چې د يو ځانګړي قوم خلک زورول کيږي او تر مرګ ګواښونه ورته کيږي. په يادو سيمو کې د يو ځانګړي قوم د خلکو سوداګريزې چارې هم له خنډونو سره مخ کيږي او تردې چې ځمکې يې هم ورڅخه په زور نېول کيږي.

د زلمي وردګ، محبوب الحق صافي او احمدشاه احمدزي د وژل کېدو په اړه طالبانو او نورو دولت مخالفو وسله والو ډلو څه نه دي ويلي او نه يې هم مسووليت په غاړه اخېستی دی.

جنرال زلمی وردګ، محبوب الحق صافي او احمد شاه احمدزی په قومي ډول پښتانه وو، خو چوپړ او هېواد ته قرباني يې افغان شموله وه. جنرال زلمي وردګ د هېواد په پوځ کالونه - کالونه دندې تر سره کړې، تر هغه چې د تقاعد تر پولو ورسېد. زلمی وردګ د عملي تجربو په اساس يو ښه پوځي شنونکی هم وو. نوموړي به په يو شمېر ټلويزوني او راډيويي خپرونو کې برخه اخېستله او د هېواد په تېر او اوسني امنيتي وضعيت به يې شننې کولې.

زلمي وردګ د کابل د کورنيو جګړو څخه نېولي بيا د اوسني حکومت دننه د هغه کسانو څېرې رسوا کولې چې د افغان ولس پوځ يې خرڅ کړی او خرڅولو او د خپلو شومو موخو لپاره يې هره ناروا کړنه تر سره کوله.

نوموړي د جميعت ګوند د مخکېنيو او اوسنيو هغه کسانو نومونه په کرکه يادول، چې په قومي او ګوندي موخو يې افغان وژنې تر سره کولې، قومي تعصبات يې خپاره کړل او د ستر افغان ولس د هيلو پر وړاندې چارې يې تر سره کولې.

اوس که چېرې د جنرال زلمي وردګ وژنې ته وکتل شي، نو نه يې د حکومت دننه دنده درلودله، چې پړه يې پر وسله والو مخالفينو واچول شي او نه يې هم د مرګ پړه وسله والو مخالفو ډلو په غاړه اخېستې ده. نوموړی د پيسو په پار هم نه دی وژل شوی، ځکه له کور يې داسې څه نه دي وړل شوي، چې د مرګ لامل يې وسله واله غلا په ګوته کړي.

همدا ډول د تېرې ورځې دوه وژل پېلوټان، محبوب الحق صافی او احمد شاه احمدزی نه وسله والو غلو وژلي او نه هم د حکومت مخالفو وسله والو، خو که پلټنې په جدي ډول تر سره شي، نو شونې ده، چې دا په ډګه کړي، چې د حکومت دننه په دېرشۍ او نيکټايۍ کې ناستو د همدې حکومت او ولس مخالفو کسانو له خوا وژل شوي دي.

په کابل کې د هدفي وژنو ډېر بې مسووله وسله وال امنيتي ځواکونه په ښه ډول پيژني. دوی هغه کسان دي، چې د وږي مياشتې په ۱۸ مه نېټه او ورته نورو ورځو په ښار کې د خپلو وسلو نندارتون وړاندې کوي او د ښاريانو ورځنی ژوند له اندېښنو ډکوي.

که حکومت او ولس يې پر وړاندې جدي اقدمات ونه کړي او قانون پرې پلی نه کړي نو لېرې نه ده، چې د کابل پښتانه اوسېدونکي به په خپل ښار او هېواد کې کډوالۍ ته اړ شي.