
یوه ورځ کله ، چې سلیمان علیه السلام له کیږدې سر راوویست ټول مرغان یې خدمت ته حاضر شول همژبو او محرمو سره ولیدل او دهغه خدمت ته یویو په ځغاسته ورغلل ، ټول مرغان په چغهار او چیک چیک له سلیمان علیه السلام سره یو ځای شول ، دومره فصیحه او جراره وو، چې مه یې پوښته . ډیر داسې هندو اوترک به ومومي ، چې دیو بل زړه ته یې لار موندلې وي ، ډیر ترکان به وګورﺉ ، چې په خپلوکې نا اشنا وي او ژبه یو د بل محرمه، ده خو له همژبي توب څخه د زړه نږدیکت غوره دی ، له خبرو ، اشارو او لیک پرته له زړه څخه په زرګونو خبرې راوځي د ټولو مرغانو له ډلې هر یو جلا جلا سلیمان علیه السلام ته دخپل هنر ، پوهې اوکار ستاینه کوله ، له غروره نه بلکې سلیمان علیه السلام ته د تقرب لپاره مرغانو ورته لار پریښودله ، چې وړاندې لاړ شي . کله که څوک له بادار څخه د هغه مریې وغواړي نو دغوښتو لپاره به یې له هنره ډکه یوه سریزه وړاندې کړې . که له اخیستونکې څخه دمریې سترګه ونه سوځیده ځان به په خپله ناروغ ، کوڼ ، شل او ګوډ کړي کله ، چې نوبت ملاچرګګ او دده هنر ته ورسید او ده باید له خپل هنر او فکر بیان کړې وای ، ورته یې وویل اې پاچا یوهنر کوچنی کان دی ، پاچا ورته کړه ، ووایه ته څه کمال او هنر لری ملاچرګګ وویل : زه چې له بره ځیر شم اوبه که هر څومره ژورې وي زه یې ژوروالې معلومولای شم ان تردې ، چې رنګ یې هم معلومولای شم ، چې له څه شي راخوټیږي خاوره ده او که ډبره ؟ اې د الله استازیه په هر سفر کې د لښکر لپاره دا هنر اړین دی ، سلیمان علیه السلام ورته وغوړیده ورته یې وویل ته به له دې وروسته دهرې وچې دښتې په سفر کې زما ملګری وې . کله ، چې کارغه داخبرې واوریدې رخه یې ورته راغله سلیمان علیه السلام ته راغي ورته یې وویل : ملا چرګګ درواغ او بد وویل ، دومره بې ادبه دی له پاچا سره دخبرو پرنزاکت نه پوهیږي له لافو او درواغویې بل کار نشته ، که دهغه په اړه تل دا نظر ولرې ، پښه به دې له تیږې پرته پربل څه ونه لګیږي که یو ځل دده په لومه کې ونښتې ژوند به دې له کړاوه ډک شي ،سلیمان علیه السلام ملا چرګګ ته مخ ورواړوه ، چې ته سر له اوسه دغسې عیبناک راوختې څه شي دې څښلی چې دغسې مست یې او زما پر وړاندې له درواغو ډکې لافې وهي . ملاچرګګ وویل : اې د خدای سیوریه زما بیوزله په اړه د دښمن خبرې مه اوره . که زما خبرې درواغ وې زما غاړه اوستاسې توره . کارغه خو د تقدیر له حکم غاړه باسي ترې منکر دی . هر عقلمند ، چې له تقدیره مخ واړوي کافر شمیرل کیږي ، په کوم چا کې که د کفر نښه هم وي او ټولو ته ملامت وي نو کافي ده ،چې کافر وشمیرل شي .
که تقدیر راڅخه عقل او سترګې وانه خلي زه دهغه دام له ورایه ګورم خوکه کله د تقدیر غشی برابرشي بیا پوهه هیڅ ده ، سپوږمۍ توره شي او تندر یې ونیسي .