د حنيف اتمر استعفا په اړه يو څو خبرې!

د موجوده حکومت اکثريت جنجالونه او سياسي مشکلات د اتمر په غاړه و، د ټولو په ژبه اتمر وو، يو مياشت کيږي چې ويل کيده اتمر استعفا ورکوی، دادي نن يي رسماً استعفا ورکړه.

د معمول په څير اتمر د امنيت شورای داخلي غونډه رهبرې کړه او ټولو کارمندانو ته يي دندې وسپارلې خو د خپل استعفا په اړه يې غږ هم ونکړه، له څلورو بجو وروسته يې خپل استعفا ولسمشر ته وړاندې کړه.

داسې ګنګوسې وې چې له ولسمشر سره يي په يو شمير مهمو او سياسي مسايلو خفګان راغلی نو بنآ نور يي نه غوښتل په حکومت کې کار وکړی، ځکه چې د ولسمشر غنی د سياسي تيروتنو ګراف مخ په لوړيدو وو او ټول کورني او بهرني جنجالونه د اتمر په غاړه وو او ولسمشر ونشو کولی چې خپل د کمپاين قوی او با نفوذه خلګ له ځان سره نژدی وساتي.

په سياسي ډګر کې ولسمشر غنی ته يواځی اتمر پاتي وو چې حساب پری کيده او تر ډيره يې د حکومت د بقا لپاره هلې ځلې کول، دا خبره ناسم دی چې ولسمشر تری د غزنی موضوع په اړه د استعفا غوښتنه کړی بلکي حنيف اتمر پخپله خوښه استعفا ورکړی.

د حکومت د چپه کيدو په برخه کې د سياسي مخالفينو مخه اتمر ډب کړی وو، کنه د ولسمشر په موجوده ټيم کې داسې يو قوی سياستوال نه وينم چې د هيواد موجوده حالاتو او سياسي رقابتونو په ميدان کې لکه اتمر ولوبيږي بلکي اکثريت يي داسې کسان دي چې د هيواد له قومي ، سياسي او تنظيمي جوړښتونو سره کاملآ اشنايي نلری او د مشکلاتو د حل وړتيا پکې نه ليدل کيږي.

اوس د خلګو منځ کې د څلورو خبرو اوازه ده هغه دا چې ويل کيږي حنيف اتمر راتلونکې جمهوري رياست ته مستقل کانديد دی ، بله خبره دا چې د ټاکنو لپاره د ولسمشر غنی په ملاتړ په ټيم جوړولو بوخت دی ، دريمه اوازه دا چې د ټاکنو پر مهال دولسمشر غنی په ګټه له خپل کانديتاتورۍ تيريږي او څلورمه دا چې د احتمالي موقت حکومت د جوړيدو په صورت کې د حکومت مشر په توګه ټاکل کيږي.

د پورته ټولو موضوعاتو تر څنګ له امريکايانو سره هم د پردې تر شا يو شمير خبرې شته خو له حکومت څخه د حنيف اتمر وتل دحکومت سياسي ملاتړي په دوو برخو وويشل، اتمر په ځوان پوړ او سياسي ډګر کې پراخ نفوذ لری او ښکاره خبره ده چې دده له سياسي موقف څخه به ملاتړ وکړي.

بيا هم د افغانستان پر سياست او حالاتو باور نشته او هيڅ يو تحليل سړی سل په سلو کې دقيق نشي وړاندی کولي خو وکتل شي چې دپردې تر شا نور څه خبرې روان دي.

تاسې هم خپل نظريات راسره شريک کړئ