حقيقت تريخ وي! د دوستم پر راتګ لنډه تبصره

يوه ډله خلګ جنرال دوستم پسي ترکيي ته ورغلل چې جنرال صيب راشه موقت حکومت به اعلان کړو، ته به د موقت حکومت مشر يي او يا به د حکومت مخالف ايتلاف مشري به درته در وسپارو او په دی کار سره به حکومت ړنګ شي او موږ به نوی حکومت جوړ کړو.

جنرال دوستم ورته وويل؛ مه خودم بعد از ريس جمهور نفر اول استم، شما چي ميګويد چرا حکومت را سقوط بدهيم.

ښه نو د پردې تر شا داسې خبرې هم جريان درلود چې حتی يو شمير سياسيونو د خپل قدرت او شخصي منافعو لپاره د حکومت د ړنګيدو خوبونه هم ليدل او جنرال دوستم ته يي همدا وړانديزونه کول چې په لحاظ د خدای راشه د حکومت پر ضد دريځ اعلان کړه موږ درپسي يو....

که يي منئ يا نه دا ديرش کاله کيږي جنرال دوستم د څو ميليونو ازبکانو او ترکمنانو قومي مشر او رهبر دی او په يو غږ يي ميليونونه ازبکان اوترکمنان هر څه ته تيار دی.

که د عدالت او بشر حقوقو موضوع مطرح کيږي بيا خو دوستم، ګلبدين، سياف، محقق، خليلي، ربانی، اسماعيل خان، او ملا عمر ډله په يوه کشتۍ کې سپاره دي او يو پر بل هيڅ برتري نلری.

که مو په ياد وي همدا جنرال دوستم د اشرف غنی د حکومت نه مخکي هم سياسي تبعيد شوو خو بيا بيرته پخلا، د سياسي او انتخاباتي اهدافو لپاره هيواد ته راوستون شوو.

د شمال، جنوب ، شرق او غرب د خلګو بغاوتونو کې د هيچا خير او ګټه نشته همدا پښتون ، تاجيک، ازبيک او هزاره به يو د بل وينو ته تږی ناست وي او يواځنۍ ګټه به يي د هيواد دښمنانانو ته ورسيږي او د17 کالو لاسته راوړنې او نسبي ثبات به بيخي له منځه ولاړ شي.

کله کله له مجبوريته سړي د زهرو ګړوب هم کوی خو اوسمهالي دافغانستان سياسي ثبات او دبقا موضوع هم مهمه ده چي بايد موږ په دغه مشترکه کشتۍ کې ځانونه له توپانونو څخه وژغورو.

هو که عدالت او بشر حقوقو موضوع مطرح وي بيا نو ازبيک، تاجيک، پښتون او هزاره مشران ټول بايد په يوه تله کې وتلو ځکه چې عدالت بايد په ټولو يو شان پلي شي.