ولسمشر غني له محمد حنيف اتمر پرته!؟

ولسمشر غني له محمد حنيف اتمر پرته!؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

تېره ورځ مخکښ سياستوال او د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر په رسمي ډول خپله استعفا وړاندې کړه او د ولسمشر غني له خوا يې هم استعفا ومنل شوه. د محمد حنيف اتمر د استعفا په اړه ولسمشر غني وويل، چې د يو شمېر ملي او امنيتي مسايلو په اساس يې د نوموړي استعفا ومنله. ولسمشر د حنيف اتمر د کړنو ستاينه وکړه او د نوي سلاکار حمدالله محب په پېژند غونډه کې يې وويل، چې د ښاغلي اتمر له تجربو به ګټه پورته کوي.
 
د ملي امنيت شورا پخواني مشر محمد حنيف اتمر هم د خپلې استعفا پخلی کړی، خو چې ولې يې استعفا وکړه، په دې اړه يې ډېر په څرګندو الفاظو څه نه دي ويلي.

شنونکي وايي، چې د يو شمېر سياسي ګوندونو او د حکومت له دننه په ولسمشر غني فشار وو، ترڅو ښشاغلی اتمر استعفا ورکړي. نور بيا وايي، چې محمد حنيف اتمر په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې نوماند کيږي او په همدې اساس يې له دندې ځان ګوښه کړ. دا چې ولې محمد حنيف اتمر په يو نازک وضعيت کې له دندې ځان لېرې کړ، وروسته به څرګنده او ښکاره شي، خو په دې لېکنه په دې رڼا اچو چې پرته له محمد حنيف اتمر څخه به افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کوم وضعيت کې پاتې شي؟

هغه وخت چې محمد حنيف اتمر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د کليو پراختيا، کورنيو چارو او پوهنې وزير وو، نو په ټولو پورته ادارو کې يې کارونه بريالی وو؛ حکومت او ولس ورڅخه خوښ او راضي وو. د حامد کرزي د واکمنۍ د پای په مياشتو کې محمد حنيف اتمر د محمد اشرف غني په مشرۍد تحول او تدوام د ټيم غړی شو. له لومړيه، په تحول او تدوام ټيم کې د محمد حنيف اتمر کړنې خلکو ته د ډاډ وړ وې، او د دغه ټيم په بريا کې يې د محمد حنيف اتمر رول ته ارزښت ورکولو.

له جنجالي ټاکنو وروسته چې د ملي يووالي په نوم د سياسي واک د وېش په اساس نوې اداره رامنځ ته شوه، نو محمد حنيف اتمر په کې د ملي امنيت سلاکار وټاکل شو. له ګلبدين حکمتيار سره سوله او په سلګونه نورې مثبتې ملې چارې هغه کړنې وې، چې د خلکو په منځ کې يې د محمد حنيف اتمر محبوبيت ډېر کړ. په خپلو چارو کې د يو ډېر ښه مدير پرته، له ښاغلي اتمر خلک په دې هم خوښ وو، چې د ولسمشر غني ترڅنګ کس دی او د نوموړي ملا يې ورتړلې ده.

د محمد حنيف اتمر د ملي شخصيت، ښه مديريت، ستر فکر، عملي کار او حوصلې په اړه به دومره خبرې بسنه وکړي، چې په فساد کې ښکېل او متعصبه کړيو لکه، صلاح الدین رباني، عطا محمد نور، محمد محقق او نورو ورسره مخالفت درلود. مخالفت دا وو، چې د حنيف اتمر فکر تعميري وو او د مخالفو کسانو ګټې يې شخصي او فکر يې تخريبي وو.

ډېری ملت پاله او په ملي ګټو مين افغانان د ښاغلي اتمر په استعفا خپه شوي او د نوموړي کړنې او هڅې د ستاينې او قدردانۍ وړ يادوي. خو په ورته وخت کې د ولسمشر غني پر پرېکړې هم کومه نيوکه نه لري. دوی دا باور لري، چې ولسمشر غني او حنيف اتمر دواړه ملي شخصيتونه دي، يو د ولسمشر په توګه پر ځان خوب ورکړی وو او بل بيا د يو امنيتي ادارې د مشر په توګه.

دا چې محمد حنيف اتمر د ولسمشر غني له ډېرو نېږدې کسانو له ډلې څخه وو او ولسمشر غني هم نن ورځ وويل، چې ښاغلی اتمر به يې له نېږدې کسانو څخه وي او بل ځای کې به ورڅخه ګټه پورته کړي.

په ټولنيزو رسنيو کې که له يوې خوا د محمد حنيف اتمر په استفعا ډېری کسان خپه شوي دي، خو په ورته وخت کې يې د ولسمشر غني د پرېکړو ملاتړ کړی او د نوموړي پر پرېکړو باور لري، چې حتماً به په کې ملي ګټې خوندي وي.

اوس چې ولس سياسي وېښتيا لري نو له احساساتي چلند څخه را بهر شوي دی. ولس اوس تر ډېره په شخص او ايډيالوژيو پوري نه ځي، بلکې د ولس تګ په برنامو، کړنو او عملي چارو پوري تړل شوی دی.

که په تېر کې ولس له ولسمشر غني څخه ملاتړ کړی وو، نو لامل يې دا نه وو، چې احمد او محمود يې په ټيم کې دي او يا نشته او په اوس وخت کې چې ولس د ولسمشر تر شا ودريږي، نو موخه يې دا ده، چې پر برنامو باور لري او د برنامو په پار يې ملاتړ کوي.

که چېرې ولسمشر غني همدا ډول د سمونې او پرمختګ چارې وساتي، نو که يوازې هم پاتې شي، خو ولس به يې ورسره وي، خو که چېرې ولسمشر غني د هېواد ټول سياسيون پر ځان راټول کړي، خو که چارې يې د ملي مسايلو سره په ټکر کوي؛ ولس به ورته شا کړي.