
فساد او اختلاس، څوك او څومره په كې ښكېل؟
د كابل حكومت د ولسمشر كرزى په لاسليك د كابل پوهنتون د استادانو استوګنځي په آغاخان پلورلي چې هلته د خپلو دپلوماتيكو چارو او د روغتون لپاره ودانۍ جوړه كړي، دا هم ويل كېږي چې دلته به اغا خان كمپلېكس جوړوي.
دا چې ايا په دې كچه له اغاخان سره اړيكي درلودل په كار دي چې هغه دې سفارت ولري او يا دا چې دغه ځمكه يې په كومو شرايطو او څه ډول پلورلي، هغو ته نه تم كېږو، بلكې دلته دې ته نظر كوو چې دغه كار تر كومه بريده معقول، د عامه المنفعه تاسيساتو په ګټه او له ملي ګټو سره سمون لري، څومره په كې د فساد او اختلاس شته او څوك په كې ښكېل ګڼل كېدى شي.
تر دې مخكې په دارالامان سيمه كې د كابل موزيم ختيز لوري ته د كابل پوهنتون د زراعت پوهنځي جايداد هم پلورل شوى او هغه افغان امريكايي پوهنتون ته وركړل شوى دى. په دې اړه چا غږ پورته نه كړ، معامله غلې ترسره شوه، دا چې په كومو شرايط او څه ډول دغه جايداد پلورل شوى دى؟ او په راتلونكي كې د كابل پوهنتون د پراخېدا او غوړېدا په صورت كې راتلونكي نسل له كومو ستونزو سره مخ وي هغه پوښتنه ده چې اوسني چارواكي يې له ځانه هډو پوښتنه نه كوي دا پوښتنه يې ذهن ته نه ورځي چې پوهنتون خو په راتلونكي كې جايداد ته اړتيا لري، نو بيا به يې له كومه كوي؟
اوس دا دي د كابل پوهنتون د استادانو استوګنځي پر آغا خان پلورل شوي چې دغه استوګنځي وران كړي او پر ځاى يې خپله سفارتخانه او روغتون جوړ كړي.
كه د دغه كار مخه و نه يول شي او دغه جايداد بېرته كابل پوهنتون ته را و نه ګرځول شي نو لرې نه ده چې د موجود فساد، اختلاس او خيانت له امله ټول كابل پوهنتون وپلورل شي. ځكه هغه مهال به بيا چارواكي وايي چې موجود جايداد د كابل پوهنتون لپاره كفايت نه كوي.
كه د كابل پوهنتون د استادانو استوګنځيو ته موقعيت ته كتنه وكړو، نو دغه استوګنځي د كابل پوهنتون شمال لوري ته پراته دي چې ختيز لوري ته د كرنې او مالدارۍ وزارت دى او لوېديځ ته يې كوڅه ده او ورسره پيوسته كابل طبي پوهنتون.
د حكومتي چارواكيو سلا په دې راغلې ده چې دغه دغه استوګنځي وران كړي او د پوهنتون استادانو ته قصبې په سيمه كې استوګنځي جوړ كړي. عجيبه ده، تيا موجود استوګنځي ورانوي او نور جوړوي. بيا له پوهنتون څخه څومره لرې، استادان چې له كاله تر پوهنتون پورې رسېږي نو پوره ورځ به تېره شوې وي. د استاد ذهن به هم ګډ وي وي او دې ته په په ذهني ډول چمتو نه وي چې درس وركړي.
كه حكومت او چارواكي غواړي چې د زده كړې كچه په هېواد كې لوړه او معياري شي، نو ښايي چې د استادانو سره مرسته وكړي، د استادانو لپاره موجودي استوګنځي پرېږدي او تر څنګ يې نور جوړ كړي.
كه د يوه معياري پوهنتون لپاره ټولنې اسانتياوې په پام كې ونيسو نو اوسنى موجود جايداد د كابل پوهنتون لپاره كفايت نه كوي. كه د حكومت مشر ښاغلى كرزى خپله پوهنتون ته راشي او پوهنځيو ته سر ورجوت كړي نو په ورته څرګنده شي چې استادانو او محصلين په څومره ناوړه شرايطو كې د زده كړې چارې پر مخ بيايي.
د كابل پوهنتون استادانو غږ پورته كړ خو څوك يې غږ نه اوري چې دغه سيمه نه د دپلوماتيكو چارو لپاره مناسبه نه ده او نه هم د روغتيايي چارو د ودانۍ لپاره. ځكه وار له مخه دلته د اكاميت روغتون، اتاترك كوچنيانو روغتون، د فرانسيونانو (آغاخان) د كوچنيانو روغتون، علي اباد روغتون او د سره صليب د هډوكي او مصنوعي پښو جوړولو روغتونونه موجود دي. دا ټول نښتي او پيوسته جوړ شوي دي او د خلكو ستونزې اوارولى شي.
په پاى كې بيا هم د نفوس په زياتېدو او ورسره جوخت د محصلينو د شمېره په زياتېدو به په نژدې راتلونكي كې اوس پوهنتون د زده كوونكي لپاره كفايت و نه كړي نو په هغه صورت كې به د پوهنتون لپاره نور جايداد ته هم اړتيا ده، هيله ده چارواكي دغه ټكي په پام كې ونيسي او د استادانو موجود استوګنځي ځاى پر ځاى پرېږدي او تر څنګ يې نور هم ورسره جوړ كړي.
په همدې هيله