پر ولسمشر غني د کودتا هڅه!

په ولسمشر غني د کودتا هڅه
ډاکټر نېک محمد ویال د روهی وېب پاڼې څښتن
له هغه وخت چې محمد اشرف غني د افغان ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی، په کور دننه او بهر د د ډلو - ډول چلېنجونو، ستونزو، ناخوالو او کړکېچونو سره مخ دی.

ولسمشر غني ته داسې يو سياسي نظام او اداره پاتې وه، چې د مافيا کړۍ پرې واکمنه وه، قدرت ته رسېدل د سیاسي وېش په اساس وو، امتيازونه په اوج کې وو، ادارې له فساد ډکې وې او داسې ډېری نورې ستونزې.

له داخلې ادارې وراېخوا طالب وسله وال، داعش او د حکومت په وينا چې تر شلو نورې وسله والې د دولت مخالفو ډلو شتون، ولسمشر غني ته يو بل غټ سر خوږی دی. له هېواد څخه بهر د افغان دولت د مخالفو وسله والو ډولو سره د ايران، پاکستان او روسيې مالي او پوځي پټ ملاتړ او د امريکا ګونګه پالېسي لامل شوه، چې يو شمېرې هېلې په ناهيلۍ واړوي.

د حامد کرزي په مشرۍ د پخواني حکومت لوړپوړي کسان د ولسمشر غني په مخالف لوري کې ودرېدل او د حکومت له دننه څخه اجرائيه رياست، جمعيت اسلامي ګوند او په خپله لومړی مرستيال جنرال دوستم د ولسمشر غني پر وړاندې داسې خنډونه شول، چې په هڅو يې د ولس د يوې برخه واټن له حکومت او په انفرادي ډول له ولسمشر غني سره پيدا شو.

طالبانو وايي چې دغه حکومت راته مشروعيت نه لري او مونږ به د سولې خبرې - اترې په مستقيم ډول له امريکا سره کوو.

د ملي يووالي د حکومت پنځوس سلنه برخه او يو شمېر سياسي ګوندونه په دې ناراضه دي، چې حکومت واک په انحصار کې اخېستی دی او هغه برخه نه ورکول کيږي، کومه چې د حکومت په جوړښت ليک ورسره پرې هوکړه شوې وه.

د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت پخوانی ټېم هره بريا او ناخواله په منفي ليدلوري کې ګوري او هڅه يې دا ده، چې له قانوني لارو دغه حکومت ته د پای ټکی کېدي. کله د لويې جرګې غوښتنه کوي او کله نورې لارې عملي کوي، چې حکومت ناکامه معرفي کړي او په سياسي واک کې ځانونه ورګډ کړي.

که چېرې د غزني جګړه د بېلګې په ډول ونېسو او داسې په لسګونه نور خونړي بريدونه ورسره وکتل شي، نو هېواد په داسې يو وضعيت کې ښکاري، چې بايد يا بيړنی حالت اعلان شي او يا هم تر ټولو نورو مسايلو د دغه افغان وژنې پر وړاندې حکومت، ملت او سياسي قشر په يو حلقه کې سره راټول شي او د خپل په لټه کې يې شي، خو په ورته وخت کې؛

طالبان او نورې مخالفې وسله والې ډلې جګړه توده ساتي او د افغان حکومت پر ځای له هغه چا سره خبرې کوي، چې دوی ورته يرغلګر او اشغالګر وايي؛

سياسي ګوندونه په خپلو ګټو او حزبي موخو پسې سرګردانه او د باج اخېستو په هڅه کې دي،

د حکومت دننه نيمه برخه واک لرونکي په حکومت د واک د انحصار تور پوري او هره ورځ د ملي مسايلو پر وړاندې خنډ او ځنډ راپيدا کوي؛

د پخواني حکومت چارواکي د پردې تر شا داسې سياسي لوبې کوي، چې د هېواد ثابت يې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی؛

اوس چې دغه ټولې ناخوالې سره راټولې کړو او د حکومت په داخل او بيرون کې د حکومت پر وړاندې حرکتونه او جريانونه مطالعه کړو، نو دوی د خپلو موخو په پار سره يو شي او د حکومت د پرځېدو په لټون کې دي.

(د افغانستان د ستر ملي ائتلاف) په نوم جوړ سياسي خوځښت، په کې راټولې شوې څېرې، د پخواني حکومت د چارواکو ملاتړ يې، له طالبانو سره د دوی د خبرو او روغې وړانديز او طرحې هغه څه دي، چې يوازې او يوازې د کودتا او د نظام د سقوط هڅې په ګوته کوي.

پورته ټولې کړۍ په سياسي سالم رقابتي ډګر کې د ځان په سياسي ماته ډاډمن دي او نېږدې را روانې ټاکنې داسې ګڼي چې واک به د ولس له خوا ولس ته ورکړل شي، نو له هرې شونې لارې کار اخلي ترڅو له غېرې مشروع او پيچلې سياسي لوبې په وسيلې ځان واک ته ورسوي او هغه اداره بيا را واکمنه کړي، چې دوی په کې د واک، ځواک، پانګې او شهرت څښتنان شول.

د پخواني حکومت چارواکي، د اوسني حکومت يو شمېر غړي او وسله وال طالبان؛ هم په خپله او هم د نورو په لمسون هېڅکله نه غواړي، چې افغانستان د يوې خپلواکې ادارې څښتن هېواد شي، ځکه په يو سالم نظام کې دوی هغه ګټې له لاسه ورکوي، چې اوس يې خوندي کړي دي، نو په همدې اساس يې ټولې هڅې د نظام د سقوط لپاره او د هېواد د ناڅرګند تياره برخليک په پار دي.

که ولس د دوی د ناوړه کړنو پر وړاندې ويښ نه شي، نو ولسمشر غني به د ستر غازي امان الله خان او يا هم د سردار محمد داوود خان په برخليک اخته شي.