روهي (پنځه نۍ/لومړۍ د وږي)، دا ځل افغانستان د لوبې پچه (ټاس) وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.
بیا هم شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځی د افغان لوبډلې د پيل توپوهونکي و، که څه هم شهزاد زر وسوځيد، خوحضرت الله په روانو سياليوکې په پرله پسې توګه خپله دویمه نیمه سلیزه ووهله، چې په دې لوبه کې يې د ۷ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۸۲ منډې وکړې.
اصغرافغان بیا هم ښه وځليد اود ۳۴ توپوهونو په لوبولو سره يې ۳۷ منډې ترسره کړې.
نجیب الله ځدران بیا په ۱۰ توپونو ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
په دې لوبه کې سمیع الله شينواري، شهزاد محمدي او افتاب عالم یوه ، یوه منډه جوړه کړه.
محمد نبي په ۱۲، شفیق الله شفق په ۲ او راشد خان خان په صفر خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.
آيرلينډ د موخې په تعقیب کې بیا هم پاتې راغی او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو يې ۷۹ منډې وکړې، چې د ۸۱ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.
راشدخان ۴، مجیب الرحمن ۳ ، فريد ملک، افتاب عالم او محمد نبي یوه، یوه ويکټ ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده، چې درېيمه شل اوریزه لوبه به سبا جمعه د روانې اګست په ۲۴ نيټه ترسره شي.
وروستي