افغانستان لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

روهي (درې نۍ/۳۰مه د زمري)، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د خپل سفر په لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
 
د لوبې پچه ایرلنډ لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه، افغانستان په ټاکلو اتلس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره  ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.

په توپوهنه کې د افغانستان له لوري په پیل کې شهزاد محمدي او حضرت ځاځی راغلل، حضرت ځاځي ډېره چټکه توپوهنه پیل کړه او په کمو ۲۳ توپونو يې نیمه سلیزه پوره کړه، لوبه يې همداسې چټکه مخې ته وړه، چې په ۷۴ منډو يې خپله قیمتي ویکټ له لاسه ورکړه، له هغې وروسته اصغر افغان د شهزاد ملګرتیا ته راغی، شهزاد ورسره ډېره ملګرتیا ونشوای کړای او په ۲۹ منډو يې خپله ویکټ له لاسه ورکړه، وروسته نجیب ځدران د اصغر افغان ملګرتیا په موخه لوبغالي ته راښکته شو.
 
نوموړي خپله لوبه په یوه منډه پیل کړه او هڅه يې کوله، چې له اصغر سره ملګرتیا مخې ته یوسي، خو بریالی نشو او په ۷ منډو يې ویکټه له لاسه ورکړه، ورپسې لوبډلمشر اصغر افغان هم په ۳۰ منډو وسوځېدلو او له هغه وروسته سمیع الله شینواري په میډ ویکټ کې په یوه منډه کېچ اوټ شو.
 
همداراز محمد نبي هڅه کوله، چې غټ شاټونه ووهي او د منډو لړۍ چټکه کړي، په ۷ منډو کیچ شو او له هغې وروسته په وروستي اور کې د عثمان غني ملتیا ته راشد خان راولېږل شو، هغه پرته له کومې منډې جوړولو ویکټ کېچ کړ.
 
افغان لوبغاړي په خورا قوي او منظم پلان سره د هدف ژغورولو په موخه لوبغالي ته ښکته شول، دا وه چې ایرلنډي توپوهونکي يې په پیل کې د یو بل پسې ژر ژر وسوځېدل او ترپایه يې پرې نښودل چې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي، په ټاکلو ۱۸ اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې، له همدې سره افغان لوبغاړو د لومړۍ شل اوریزې نړیوالې لوبې بریا په لوبغالي کې ونمانځله.
 
په توپ اچوونه کې د افغانستان له لوري راشد خان درې، مجیب الرحمن او فرید ملک دوه ـ دوه، محمد نبي او افتاب یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.
 
هېره دې نه وي، چې د هوا د خرابوالي له امله نننۍ لوبه له شل اورونو ۱۸ اورونو ته راښکته شوه.
 
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یادو سیالیو ته د چمتوالي په موخه شاوخوا دوه اونۍ په انګلستان کې تمرینات ترسره کړي، چې په لړ کې يې د ځايي لوبډلو سره تمریناتي لوبې هم ترسره کړې.
 
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ به دویمه شل اوریزه لوبه سبا چهارشنبه ماښام د کابل په وخت ۷:۳۰ دقيقې پیل شي.