غزل

وطــــنه ولاړی دجـــــــــرګـــوخـــبری
اه دپتــــــــمنــــــوپشـــــتـــنوخــــبری
داقــتدارلمبوکــــی ســـــوځی جانان
دغــــم لـــــړلــــو دســــولګـــوخبــــری

دزړه په کورکی می زندان سوتـوتی
جــــلادولاړدغـــــــــرغـــاروخــبـــــری
هريوچوکـــی مالــــو دولت لټــــــوی
اوس خوبه څوک کړی دپشتوخبری
زوماساده پشـــــتونه چاکړی خـــطا
بــس کی نن پريږدی دجنــــګوخبری
زئی خيلی پــريږدی لراوبر پشــــتنو
دلـــته هروخـــت دجـــنازو خــــــــبری

دازادی ليـــلا پـــــه چيغــــــوچيغــــو
نن يــــکه زارکـــړی دزمـــروخـــــبری
خوبونه پــريږدی دغفلــــت مـــيړانو
دزړه ټکـــــــوردتـــــــريالــــــوخبــــری

دبلبلانوخـــولــــــــی پټـــــی پشــــتـنو
غــــم خــــورېي نســـــته دردوخـــــبری
ډيـــــوی کی بلی دوحــــدت پشـــــتنو
نــــن يواوازکـــــی غــرنــــــــوخـــــــبری
زه دی قـــربان څـــومره شـــرينه ېي ته
په خــوب کـــــــی کړم دترانو خبــــری
الکـــوزی بـــــه دی غــــلام محــــــبوبا
تل به دی ســـــتائيم په نغـــموخبـری

منان الکوزی کوټه
\"\"