تنکې زلمې بابر غریب ته چې له اوږدی جلا وطنۍ ( المان نه ) هیواد ته په رخصتې راغلې و او د کابل دښار د کو څو په پاکولو کې یې د ښاروالۍ د تنظیف له عملی سره یوه اونۍ اوږه په اوږه د ښار دپاکولو په کار کې برخه واخستله .
---------------------------------------------------------------------------------------------------
کابل – اسد ۱۳۸۹
آزاد شعر
ګرانه کابله
ستا دټکنده غرمو په زړه کې
چې نړیدلې دیوالونه یې
د رخی په لمبو کې سوځې
څه نا وریدلې کیسې
سیند کې په څپو ګډ یږې
ما اوریدل چې
خونړی تاړاک د ژڼو
مټی وریبلی
او پل په پل د ګودرونو
مستی غاړی په
سجدو کې تللې ،
خو نه کابله
ژڼې شته چې
ستا په مینه
د تنکې ورغوې زړه کې
لپه لپه د سپیرو تڼاکو
کلې کرې
څو کلېوال
لارو کوڅو کې د لمانځه لپاره
سر په ځمکه ولګوې ،
ما انګیرل چې
شمله ورځوانان له مخې
ادیرو خوړلې
څوک په لمنه پاتی نه دې
چې دیره کې
بیا ورې ورې نرګس وکرې
او څانګه څانګه
یې په څڼو
مستی پیغلی
له پیکې لاندی
ګودرته یو سې ،
د بلاګانو
له اټنه پس خو
چا په دا ارتولارو
ټول دبویونو بزغلې ټومبلی
چې لیونې پاچایان ټول تری
بډوهلې په پایڅه تیریږې
لکه چې ټولو غبرګی سترګې
ډیرانه کې
په شاخۍ منډلې ،
خو همدا نن مې
ستا د کلې ور کې ولیده چې
دلیونې مین
له تڼدې نه
دانه دانه خوله
په ځمکه و څڅیده
مټی یې ونغاړلی
کابل اشر ته لیونې میړونه
کور ته غواړې
چې پخه مسته
لیونې مینه
په زړه کې لرې ،
لکه چې تشی هسی
باټي نه دې ؟
د اوتوبوتو
سړې نه چې
سپینو لیچو
او بڼکو په پاسته سرلویږدې
کټ باندی
خوبونه کوې ،
کابل له تیږو کلک
میړونه غواړې
چې دواړه مټې یې
د اوسپنو خبری کوې ،
هغه ده ستا په مینه
مست لیونې
بابر د غرونو شانه راغې
چې ګلونه یې په لاس ریبلې
څیری لمنه کې
په مټو ډیرانونه له کوڅو چلوې
کابله نور نارینه غره ته تلی
جګی پسخی اتل میړونه غواړې !
وروستي