یو آزاد شعر د نشر لپاره



 
د کندهار د پنجوايي شهیدانوته
 
 
یو آزاد شعر
 
 
وایه آسمانه
چی په غیږه کی دی ،
راڼه راڼه
د سپوږمۍ خواته
ستوری چا وخوړل ؟
او د ګلاب
له بوټی چا ؟
په توره شپه کی
پاڼه پاڼه دغوټۍ له
غیږی ژوند
په سرو لمبو سوځوه ؟
لکه چی ټول په
آزادی مین له مخی
شنه کاپر وختل ؟
اودا تورمخی داسی
ښکاری چی
په زړونو کی یی
کاڼی ښخ دی !
وینه په وینو وینځی
او سم د ژوند دتاندو ساوو
د خندا ارواح
لمبو کی سوځی ،
دی خو له خپل کلی
زمونږ سیمی ته
په چیغو چیغونغارو سره
اټن کی راغلل ،
د آزادی په نوم
لښکری
دی ته لیږلی چی
چی وری وری غمونه
په کورونو ویشی ؟
دا لیونې کچر د یووی نه دی
ددی له پوندو لاندی
هره ورځ په لارو بیګناه میږی
اجل سره ډغری وهی ،
دا لکه سپو غوندی
نهری خونړی لښکری
د لاری ستړو مساپرو ته
کوڅو کی غاپی ،
لکه شیشکی تورو شپو کی
لپه لپه وینی
دخونړی خامار
نشوته غواړی !
زمونږ دکلی زوریدلی خلګ
خواران ګرم نه دی
چی دی خپلو وینو بیه
غره په غره
له وچو تیږو غواړی ،
د پاړو ګرو دمنتر کیسی
بدلی ښکاری !!
 
فرانکفورت ، مارچ  2012